په فرانسې کې له اسلامه دویرولو دڅپې په دوام کې یو بل جومات هم وسوزول شو
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دفرانسې کاتبین انټرنیتي سایټ لیکلي دي په فرانسې کې دپوآتیه جومات سوزول په تیرو پنځو ورځو کې دفرانسې دمسلمانانو په ضد له اسلامه د ویرولو دبهیر په دوام کې ۳۵اقدام حسابیږي . داپه داسې حال کې دي چې دفرانسې چارواکو اوپولیسو په دغه هیواد په تیره بیا په پاریس کې دامنیت پر تامینولو ټینګار کړی دی
دغه راپورښئ په پاریس کې دتیرې جمعې ورځې له برمتګرۍ او دغه راز شارلي ابدو خپرونې ددفتر په ضد دترهه ګراقدام له وخت راهسې دامسلمانان دي چې ددغو سپیرو اقداماتو درنده بیّه ورکوي .
فرانس پریس آژانس هم راپورورکړی ، بیګا نهه بجې پوآتیه جومات ته اوور اچول شوی دی .
که څه هم دفرانسې ځينو سرچینو د دغه اوور دلیل نامشخص ښودلی ،خو سانترپریس ورځپاڼې ویلی دي په دغه وخت کې څوک موجود نه وو په همدې خاطر هیڅ شک نشته چې دا اوور قصدي لګول شوی دی .
په فرانسې کې په همداوروستیو کې په ترهه ګرو اقداماتو پسې دفرانسې په اسلامی مرکزونو اوجوماتون په ځلونو په توکمپالو او له اسلامه دویرولو دبهیر په دوام کې حملې شوي دي چې دفرانسې په مسلمانانو کې ئې یولړ اندیښنې راپورته کړي دي
دفرانسې رسمي سرچینو په دې اړه دخبر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دي ویلی
Add new comment