داعش ډله له هلمند وروسته د افغانستان زابل ولایت ته هم ورسیدله

افغان چارواکو په هلمند او زابل ولایتونو کښې د داعش ډلې شتون تایید کړ.
د افغانستان په هلمند او زابل ولایتونو کې د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو په باب د راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان د حکومت جګپوړو چارواکو پخپل هیواد کښې د دې ډلې حضور او فعالیت تایید کړ.
د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې افغان چارواکو پرون رسماً تایید کړه چې د داعش تور بیرغونه په جنوب کې لیدل شوي او حتي له طالبانو سره د دې ډلې د جګړو خبرونه ترلاسه شوی دي. په جنوبي ولایتونو کې والیانو او پوځي جنرالانو وویل، یو تن چې ملا عبدالروف نومېږي، د داعش لپاره جنګي کسان ټولوي. د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د هلمند د چارواکو ویلي و چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په نښتو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو مرستیال قومندان جنرال محمود خان وویل، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو وویل چې د ملا عبدالروف استازي کور په کور ګرځي او د جنګي کسانو غوښتنه کوي.
په یوه ویدیو کې، چې د شنبې په ورځ په انترنټ کې خپره شوې، افغان او پاکستاني تندلاري ښودل کېږي چې د داعش ملاتړ اعلانوي.

Add new comment