د ایران او امریکې ایټمي مذاکرات جدي وو
د ایران د خارجه وزارت مرستیال د ایټمي پروګرام په هکله د ایران او امریکې دوه اړخیزې خبرې اترې جدي او مهمې وبللې.
زمونږ خبریال وايي سید عباس عراقچي پرون ماښام په جنیوا کښې د مرستیالانو او کارپوهاو په کچه د ایران او امریکې ترمینځ د دوه اړخیزې غونډې له پاې وروسته وویل: ډیر کوټلي بحثونه وشول او څو ډیر مهم موضوعات مو وڅیړل.
ښاغلي عراقچي په مذاکراتو کښې د پرمختګ د حالت په اړه وویل: هیڅ کله مو خپله هیله مندي له لاسه نه ده ورکړې البته دا ډیر سخت کار دی، کوم خنډونه چې مخته پراته دي او د نظراختلافات چې په مختلفو موضوعاتو کښې شته دي، ډیر مختلف او پراخ دي او پخپلو کښې سره نزدې کول یې ډیر وخت غواړي.
هغه ټینګار وکړ: وروستۍ او فاینل قضاوت نه شو کولې چې اوس په کوم پړاو کښې یو خو هیله من یو چې مذاکرات په دې پاتې موده کښې نتیجې ته ورسوو.
Add new comment