د یزید مرګ

۱۳۷۲ کاله مخکې د ۶۴ هجري قمري کال د ربیع الاول دمیاشتې په ۱۴ نیټه یزید بن معاویه هلاک شو .
یزید یو فاسق او ظالم واکمن وو او په خپل اوه دیرش کلن ژوند کښې یې درې کاله او نهه میاشتې حکومت وکړ .
هغه دخپل حکومت په وخت کښې سترې غمیزې و کړې .
دیزید په دغو جنایتونو کښې د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم ص دګران لمسي حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دملګروشهیدول، په مدینې څاروي ډوله حملې ، په مکې حملې او دخدای پاک دج کور ورانولو ته اشاره کولای شو .
یزید له حکومت کولو زیات له ګناهو دډک خوند اخیستلو او دراحت ژوند کولو په فکر کښې وو او داسلام تعلیماتو او اصولو ته پاې بند نه وو .
یزید دهغه ظلم په وجه چې د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم ص او دهغه د اهل بیتو دمینه والو پرضد یې وکړ په مسلمانانو کښې یو ظالم او منفور کس ګڼل کیږي .
په هرحال دکربلا په ټاټوبي کښې په ۶۱ هجري قمري کال کښې دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د ملګرو له شهادت وروسته د اسلام دنسکورولو لپاره دبني امیه دکورنۍ دسیسې او جنایتونه ایشوا شو او خلک ددغه کورنۍ په تیره بیا د یزید په خیانت پوه شول .
دغه خبرتیا د بني امیه کورنۍ پرضد دپراخو اعتراضونو او پاڅونونو سبب شوه .

Add new comment