د عدل او انصاف د نمر د امامت شروع کېدنه

يويشتمه پېړۍ ده. د سائېنس، ټېکنالوچۍ او قدرت اوج ته د رسېدو زمانه ده، خو لا اوس هم انسان ستړے او خفه دے. هغه هم هغه شان له خپل باطني حقيقت څخه لرے دے. د صنعت او تمدن پراخه ګړندي توب په هغۀ باندې فرصتونه تنګ کړي دي او هم هغه شان نُور او رڼا ته د رسېدو په طمه دے او يو ښکلي افق ته سترګې په لاره دے. د يو اسماني انسان او د عدل او انصاف د يو خپروونکي او ژغورونکي د راڅرګندېدو انتظار د هغۀ ژوند ته يو بل شان رنګ او بو ورکوي. د حضرت امام رضا (ع) د تعبير له مخې ((د امام مهدي (ع) ظهور ته صبر کول او ورته سترګې په لاره کېدل يو ډېر ښکلے عمل دے.))
اوس زياتره ستړي او لېواله زړونه د هغه چا په انتظار کښې شپې سبا کوي چې د چا د ظهور په زمانه کښې به له عدل، انصاف او ايمانه ډکه دنيا وويني.
په 260 هجري قمري کال کښې د خداے د ګران رسول (ص) د يو پاک نمسي حضرت امام حسن عسکري (ع) شهادت مسلمان امت په وير او غم کښې ډوب کړ خو د هغه حضرت د زوے او په زمکه کښې د خداے پاک د وروستي حجت حضرت امام مهدي (ع) د امامت زيري زړونه په اميد او خوشحالۍ کښې ډوب کړل. په همدې وجه دغه ورځ چې د نړۍ د موعود ژغورونکي او په نړۍ د عدل و انصاف قائمونکي د امامت د شروع کېدو ورځ ده، د بشريت لپاره د اختر او خوشحالۍ ورځ ده.
د کرامت او عدالت د اسمان د دولسم ستوري د امامت شروع دې د هغه حضرت انتظار کوونکو ته مبارکه وي.
د امام حسن عسکري (ع) دوران د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام د رهبرۍ د تاريخ يو ډېر سخت او حساس دوران ؤ. عباسي خليفه معتمد د هغو روايتونو له مخې چې د خداے له ګران رسول (ص) او پاکو امامانو عليهم السلام څخه نقل شوي وو پوهېدۀ چې هغه وروستے الهي حجت، له ظالمانو څخه انتقام اخېستونکے ، د مظلومانو د پناه ځاے او د عدل، انصاف او توحيد د حکومت قائموونکے به د امام حسن عسکري (ع) په کور کښې دنيا ته راځي. نو په همدې وجه يې تل هغه حضرت ترڅارنې لاندې لرۀ چې د دغې الهي وعدې له پوره کېدو څخه مخنيوے وکړي. خو حضرت ا مام مهدي (ع) د خداے پاک په ارادې سره بې له دې چې دښمنان خبر شي په بشپړه سلامتيا سره په دنيا کښې سترګې وغړولې. د هغه حضرت له امامته مخکې د خلقوغفلت، جهالت او قدر نۀ پېژندنه د دې سبب شوه چې د خداے د ګران رسول (ص) له نسل څخه يولسم معصوم امام په غربت او پردېسۍ کښې شهيد شي. کېدې شي په همدې دليل خداے پاک خپل وروستے حجت د خلقو له سترګو پټ وساتۀ چې ځلانده رڼا يې د غېبت د پردې شا ته عالم ته ژوند ورکړي.
د يولسم امام يو اصحابي احمد بن اسحاق وائي: ((يوه ورځ د حضرت امام حسن عسکري (ع) په خدمت کښې حاضر شوم او ترې مې پوښتنه وکړه: اے د رسول ا... (ص) فرزنده! له تاسو وروسته به امام او ستاسو ځاے ناستے څوک وي؟ هغه حضرت کور ته لاړ او راستون شو په داسې حال کښې چې يو درې کلن ماشوم چې مخ يې د څوارلسمې سپوږمۍ په شان ځلېدۀ ورسره ؤ او وې فرمايل: ((اے احمد بن اسحاقه! که د خداے پاک او د هغۀ د حجتونو په نزد د قدر وړ نۀ وې نو زوے به مې درته نۀ ښودۀ. بې شکه چې دې د خداے دګران رسول (ص) په شان نوم او د هغه حضرت په شان کنيت لري او هغه څوک دے چې زمکه به له عدل او انصاف څخه ډکوي.)) ورته مې عرض وکړ، اے زما سروره! څه داسې نښه نښانه شته چې زړۀ مې ورسره قرار شي؟ دغه وخت ماشوم خبرو ته خوله خلاصه کړه او وې ويل: ((زۀ په زمکه باندې بقيت ا... يم چې د خداے له دښمنانو به انتقام اخلم. اے احمد بن اسحاق! له دې وروسته چې په خپلو سترګو يې وينې د څه نښې نښانې په تکل کښې مۀ اوسه.))
د معراج په شپه د خداے د ګران رسول (ص) له مشاهداتو څخه يوه مشاهده هم د معصومو امامانو د نور او د هغوي ترمېنځ د خپل وروستي جانشين د نور ليدل وو. د خداے ګران رسول (ص) په دې باره کښې فرمائي:
عرض مې وکړ: ((اے پروردګاره! دا کوم کسان دي؟)) وې فرمايل: دوي امامان دي او دغه قائم دے، هغه کس چې زما حلال به حلالوي او زما حرام به حراموي او زما له دښمنانو به انتقام اخلي. اے محمده(ص) له دۀ سره مينه کوه اوز ۀ ورسره هم مينه کوم او هر څوک چې له دۀ سره مينه وکړي زۀ ورسره مينه کوم.))
انسان تل د حقيقت په لټون کښې دے خو کله کله د لارې په تشخيص کښې له مشکل سره مخامخيږي او په دې اړه يو لارښود او امام ته ضرورت لري.
د اسلام د مکتب له نظره زمکه هيڅکله له امام او د خداے پاک له حجته خالي نۀ پاتې کيږي او الهي وعده په زمکه کښې د صالحانو وراثت دے. دغه وعده نۀ يوازې په قران شريف کښې بلکې د تېرو پېغمبرانو عليهم السلام په اسماني کتابونو کښې هم راغلې ده. په حقيقت کښې نور اسماني دينونه هم د يو ژغورونکي او مصلح د راتلو په طمه دي چې ظلم او ستم له منځه يوسي او په ځاے يې عدل، انصاف او ازادي قائمه کړي. هغوي ټول په دې باندې عقيده لري چې په کړکېچن دور کښې به چې کله فساد،ظلم او بې انصافي زياته شي نو ستر نړيوال ژغورونکے او مصلح به راڅرګنديږي او د نړۍ پرېشانه او ګډوډ حالات به سموي. د مسلمانانو په عقيده دغه نړيوال مصلح امام مهدي (ع) دے چې نړۍ به هغه وخت چې له ظلم او فساده ډکه شی له عدل او انصافه به يې ډکوي. سني عالم ابن ابي الحديد وائي: ((د مسلمانانو د ټولو فرقو ترمېنځ د نظر قطعي اتفاق موجود دے چې د دنيا عمر به ختم نۀ شي مګر د امام مهدي (ع) له ظهوره وروسته.))
خداے پاک د سورۀ انبياء په 105 او 106 مبارکو آيتونو کښې فرمائي:«وَلَقَدْ کَتَبْنَا فِی الزَّبُورِ‌ مِن بَعْدِ الذِّکْرِ‌ أَنَّ الْأَرْ‌ضَ يَرِ‌ثُهَا عِبَادِیَ الصَّالِحُونَ»
((په زبور کښې مو (د تورات) له ذکر نه وروسته وليکل چې زما غوره بندګان به د زمکې (د حکومت) وارثان وي.))
د دغه مبارک آيت په وضاحت سره په زمکه کښې د خداے د نېکانو بندګانو په وراثت کښې ټوله نړۍ شامليږي. نو په دې معنا چې د امام مهدي (ع) په ظهور سره ظلم او بې انصافي له نړۍ نه کډه کوي اود ټولې زمکې واکمني به نېکو بندګانو لره وي.
د عدل او انصاف اجرا د تاريخ په اږدو کښې د الهي انبياو، اولياو او مصلحانوعليهم السلام د ترټولو بنيادي اهدافو او انګېزو برخه ده او په همدې دليل د دغه هدف پوره کېدل د عدل او انصاف په پراخه نړيوال حکومت کښې هم د بنيادي اصل په توګه مطرح دي. د خداے ګران رسول (ص) او له هغه حضرت نه وروسته امامانو هم دغه حقيقت په ګوته کړے دے چې د زمانې امام (ع) به تشريف راوړي او له ظلم او ستمه ډکه نړۍ به له عدل او انصافه ډکوي. نو ځکه دا ويلې شوو چې د هغه حضرت د اجتماعي انقلاب او نړيوال حکومت پېلامه د دين په بنياد د عدل او انصاف اجرا ده او دا کار عادلو او نېکو ملګرو او کارکوونکو ته ضرورت لري. هغه انسانان چې د بشر د ژوند د راتلونکي د رڼا کېدو او د ظلم او تيري د دوران د ختمېدو په اميد سره انتظار کوي او د نړيوال استکبار د سرمشرانو ظلم او چلولونه د هغوي په زړونو کښې د اميد رڼا نۀ شي مړه کولې. هغوي په دې کښې شک نۀ کوي چې د حق قوت به د فساد او تيري ټولې سترې سرچينې له منځه يوسي او د موعود ژغورونکي په راڅرګندېدو سره به انساني افکار او عقلونه بشپړه او کامل او خلاق شي او په نړيواله سويه به بشپړه سوله او امنيت رامنځته شي.
د ترټولو وروستۍ الهي ذخيرې د امامت د شروع کېدو کليزه له هغه حضرت سره د بيا بيعت د اعلانولو لپاره يوفرصت دے. دغه بيعت بيلابيل قالبونه لري. د زمانې د څښتن د ظهور لپاره د امادګۍ رامنځته کېدنه، د ټولنې د پاکولو او پاک ساتنې لپاره کوشش، د مذهبي عقائدو او د مهدويت د مسئلې په باره کښې د پوهې د سطحې وده او هر هغه څه چې له امام سره زمونږ تعلق ته ګرځي له دغو امادګيو څخه دي. د عهد نومې دعا په يوه برخه کښې چې د زمانې د امام په اړه ده لولو: ((خدايه! ما د زمانې د امام له ملګرو او مرسته کوونکو څخه وګرځوې، له هغو کسانو څخه چې د هغه حضرت ملاتړ کوي او د هغۀ د حکمونو په منلو کښې له يو بله مخکې کيږي او د هغه حضرت غوښتنه په ډېر چټک وخت کښې پوره کوي او مونږ د زمانې د امام په رکاب کښې له شهيدانو څخه وګرځوې.))
نو له همدې امله دي چې د زمانې د امام (ع) ملګري د دنيا په مختلفو ځايونو کښې له ظلم او ستم سره لاس او ګرېوان دي او د سلطه غوښتونکو په مقابل کښې ټينګ اودريږي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په دې اړه فرمائي: ((که دنيا به په نمر سره روښانه کيږي په دې معنا نۀ دي چې مونږ به د هغه ځلانده نمر تر راتلو پورې په تيارو کښې کښېنو.... مونږ منتظر يو يعنې دا اميد لروو چې په کوشش او مجاهدت سره دغه دنيا چې د خداے د دښمنانو او شېطانانو په ذريعې سره د ظالمانو او زور ويوونکو د ظلم او طغيان له ظلمتونو څخه ډکه شوې ده، زمونږ د متواتره کوشش او فعاليت په سيوري کښې به يوه ورځ په داسې يوه نړۍ بدله شي چې پکې انسانيت او انساني ارزښتونه محترم وي او ظالمان او د انسانانو په حقوقو تېري کوونکي به د خپلو خواهشاتو او هوا هوس د ترسره کولو لپاره ځاے او فرصت ونۀ لري.))
د حضرت امام مهدي (ع) د امامت په شروع کېدو سره نړۍ د عدل او انصاف رنګ واخېست. هغه حضرت امامت ته ورسېد چې نړۍ د اوبو په شان رڼه او د نمر په شان ځلانده کړي او مونږ ټول د هغې ورځې په طمه يوو. د هغه حضرت د امامت د شروع کېدو کليزه دې ټولو ته مبارکه وي.

Add new comment