له تکفيري بهيرڅخه د اسلامي نړۍ د عالمانو د کرکې څرګندونه(۲)
د اسلام د علماو له نظره تکفيري ډلې نومې کنګرې په دوران کښې د اسلام د مختلفو مذهبونو ټولو عالمانو په يو ټکي باندې تاکيد وکړ او هغه د تکفيري ډلو له افکارو، اقداماتو او جنايتونو سره مخالفت ؤ. له مصر هېواد څخه سني عالم تاج الدين هلالي په دغه غونډه کښې په خپله وېنا کښې وويل: ((مونږ نن د دې کتونکي يوو چې تکفيري ډلې د مذهبي اوعقيدتي جنګ په بهانې او د اسلام په نوم سره او د لا اله الا ا... تر بېرغ لاندې ټول جنايتونه او جرمونه کوي او حرمتونه او عزتونه تر پښو لاندې کوي.)) دغه سني عالم زياته کړه: ((تکفيريان د سوريې، عراق، لېبيا، يمن او نورو اسلامي هېوادونو له منځه وړلو لپاره د عمل مېدان ته داخل شوي دي. مسلمانان نن يو حقيقي امنيت ته ضرورت لري د اسلامي نړۍ د عالمانو ذمه واري جوړيږي چې د تکفيريانو په وړاندې په اتحاد او اجماع سره ټينګ اودريږي او د دا ډول تفکر جرړې اوچې کړي.)) د عراق عالم شېخ محمد علي مولا وويل: ((تکفيريان ټول مسلمانان وژني او په هيچا رحم نۀ کوي. دوي دا کار د لا اله الا ا... تر جنډې لاندې او د خداے په نوم سره ترسره کوي. دا څومره وحشيانه کار دے چې يو انسان د خداے په نامې سره حلال کړي او په ناموس،ځان او مال يې تيرې وکړي.))
د سوريې د مفتي اعظم نمائنده علاء الدين زعتري هم د مختلفو هېوادونو د لسګونو علماو په غونډه کښې وويل: ((تکفيريان جومات،امامباړه او کليسا په رسميت نۀ پېژني او غواړي ټول وسوزوي او ختم يې کړي. حضرت علي (ع) فرمائي: که مو تور بېرغونه وليدل نو په زمکه ثابت قدمه اوسئ ځکه چې يوه ډله به راځي چې حق ته به دعوت ورکوي په داسې حال کښې چې د حق خاوندان به نۀ وي، له هغوي سره مقابله وکړئ چې خداے پاک خپله چارو پوره کړي.))
((د اسلام د علماو له نظره تندلارې او تکفيري ډلې)) نومې کانفرنس په وروستۍ بيانيه کښې د تفکيري ډلو د افکارو او اقداماتو په رد کښې د ټولو اسلامي مذهبونو د نمائندګانو نظريات بيان شوي دي. د دغې بيانيې په يوه برخه کښې راغلي دي: ((اسلام د رحمت، اخوت او نېکۍ او احسان ته د دعوت دين دے او د خداے د ګران رسول (ص) د بعثت مقصد يې د اخلاقي مکارمو اتمام اعلان کړے او د اسلام د پراختيا او پېغمبراکرم (ص) ته د خلقو د ګروهنې راز هم د قران شريف د بيان له مخې د هغه حضرت په نرمۍ او مهربانۍ کښې معرفي شوے دے.)) په دې بيانيه کښې د اسلامي تاريخ په دوران کښې له تکفيري ډلو سره د اسلام د چلند په باره کښې په يوه بيانيه کښې راغلي دي چې په ټولنه کښې د تکفير رواج يوه داسې فتنه ده چې د ټولو مسلمانانو په نزد د کرکې او نفرت وړ وه او ده. نو ځکه پکار دي هغوي د تېر وخت په شان د قبلې د خاوندانو له تکفيرولو سره مخالفت ته راپاڅي او د نوې فتنې اور دې مړ کړي چې زيانمنوونکي آثار يې د اسلامي امت مقدسات او مصالح له بربادۍ سره مخامخ نۀ کړي. په وروستۍ بيانيه کښې همدارنګ د تکفيريانو د اقداماتو د حکم په حقله داسې راغلي دي: ((د قبلې د خاوند د وينې، مال، آبرو او عزت حرمت ته په پام سره په مسلمانانو تېرے او د هغو قتل يوه نۀ بخښونکې ګناه او د الهي غضب او لعنت وړ ده، نو ځکه د قبلې په خاوندانو د ځان وژونکو حملو، چاودنو، ټرور، قتل او وژلې او د هغو د ازارولو او زورولو، د هغوي د مالونو او ناموسونو د مباح ګڼلو د مالي زيانونو رسولو،د اسلامي آثارو ودانيو ورانولو او ويجاړولو په شمول د تکفيري افکارو په بنياد هر عملي اقدام د شرعې له نظره حرام کار او د دغو جنايتکارانه عملياتو تصويرونه نندارې ته اېښودل د مبين دين سپکاوے او له اسلام او ځان څخه له تشدد نه د ډک او غېر حقيقي انخور وړاندې کول څو برابره حرام کار دے.))
يو هغه شخصيت چې په تېرو څو کلونو کښې يې تل د تکفيري ډلو په افکارو او اقداماتو نيوکه کړې ده او د ټولو اسلامي مذاهبو لخوا له دغو ډلو سره په چلند باندې يې تاکيد کړے دے د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي دے. د اسلام د علماو له نظره تکفيري ډلې نومې نړيولې کنګره کښې ګډون کوونکي له دغه دوه ورځنۍ غونډې وروسته د معظم رهبر ليدوته لاړل. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د اسلام د علماو تر ټولو مهمه ذمه واري له تکفيري ډلو سره مقابله او بېدارونه وبلله او وې فرمايل: ((د تکفيري ډلو د جرړو وېستلو لپاره د يو علمي، منطقي او پراخ بنسټه غورځنګ جوړول،د دغه بهير په ژوندي کولو کښې د استکباري سياستونو د رول په اړه بېدارونه او د اسلامي نړۍ د اصلي مسئلې په توګه د فلسطين د قضيې په حقله عمومي غوښتنه په اوسنيو حالاتو کښې د اسلامي نړۍ د عالمانو ترټولو مهمه او ترجيحي مسئله ده.))
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه وېنا کښې په دې ټکي باندې تاکيد وکړ چې تکفيري ډلې د امريکې د استعماري سياستونو په خدمت کښې عمل کوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي بېدارۍ د حرکت منحرفول په دې حقيقت باندې د يو شاهد په توګه وبلل او څرګنده يې کړه: ((اسلامي بېداري د امريکې ، استبداد او د امريکې د لاس پوسو په خلاف يو حرکت ؤ خو تکفيري بهير د استکبار په خلاف دغه ستر حرکت د مسلمانانو ترمېنځ په کورني جنګ او ورور وژنې باندې بدل کړ.))
هم هغه ډول چې حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي وفرمايل: له استعماري قوتونو او د هغوي له سيمه ايزو انډيولانو سره د تکفيري ډلو د وابستګۍ او پېېلتيا په اړه دومره شواهد موجود دي چې په دې کښې هيڅ شک نشته چې د اسلام دښمنان د اسلامي بېدارۍ د بهير د منحرفولو او د سوچه محمدي (ص) اسلام د څېرې د خرابولو په هدف سره له دغه تکفيري بهير څخه ملاتړ کوي. نو د اسلامي علماو ترټولو وړومبۍ وظيفه د تکفيري ډلو په باره کښې بېدارونه او له دغو تکفيري او ترهه ګرو ډلو سره د ناخبرو او ناپوهو ځوانانو له يوځاے کېدو څخه مخنيوے دے.
Add new comment