اسلام او د ژوند تېرولو طريقه (02)
د ترسره شويو څېړنو له مخې په کورنۍ کښې د بې صداقتۍ او دروغ ويلو ترټولو مهم عامل ويره ده. ښځه د خاوند له ويرې دروغ وائي او سړے د خپلې ښځې له ويرې او اولاد د والدېنو له ويرې. په حقيقت کښې دا زمونږ چلند دے چې چاپېره کسانو ته دا تربيت ورکوي چې دروغ ووائي. يو مثال ته پام وکړئ.
کله چې له يو ماشوم نه پوښتنه کوو چې دا د لوبو څيز چا خراب کړ؟ او هغه ووائي چې ما، نو زمونږ غبرګون دوه ډوله دے يا د ماشوم رټل او يا ناراضه کېدل او ((زۀ دې غصه کړم)) په شان جملې ويل. نو ماشوم دا زده کوي چې رښتيا ويل يې يا خپله هغۀ ته زيان رسوي او يا يې مور پلار ته. ښځه خاوند هم دغسې دي، کله چې يوه خوا دروغ وائي نو يا په دې وجه دي چې نۀ غواړي مقابله خوا يې اذيت شي يا نۀ خوښوي چې خپله ځان ته سرخوږے جوړ کړي.
نو ځکه پکار دي کوشش وکړوو چې د ويرې فضاء لږ تر لږه حد ته ورسوو او تل د نورو د تېروتنو په وړاندې داسې چلند وکړوو چې هغوي دروغ ويلو ته مجبور نۀ شي. البته خپله فرد هم پکار دي په دې پوه شي
چې دروغ ويل د نجات او خلاصون ذريعه نۀ ده. دروغجن انسان بالاخره په دويمه مرتبه يا دريمه مرتبه کښې او يا په هم هغه وړومبۍ مرتبه کښې رسوا کيږي او پکار دي تر مودو پورې د دغه بد عمل شرمندګي وزغمي او د دغه چلند د دوام په صورت به د نورو اعتمادهم له لاسه ورکړي. کله چې د اعتماد فضاء ختمه شي نو نۀ يوازې دروغ بلکې صداقت هم خپل کارنده توب له لاسه ورکوي. يعنې که په حقيقت کښې د انسان لپاره يو مشکل هم رامنځته شي نو د نورو په نزد د هغۀ ادعا هم په دروغو کښې شمېرلې کيږي.
که يوې ښځې يا سړي احساس وکړ چې د ژوند ملګرے يې دروغ وائي او د مينې په څرګندولو کښې صادق نۀ دے نو دا يو داسې خطر دے چې د ژوند بنيادونه به سست کړي. پکار دي په کورنۍ باندې واکمنه فضاء داسې لارښونه شي چې د کورنۍ افراد خپل نجات په ګفتار او کردار کښې له صداقت سره تړلے وګڼي او دا چاره هغه وخت پوره کيږي چې زمونږ عمل او خبرې د کورنۍ لپاره د خاطر لازمي امنيت رامنځته کړي، يعنې هغوي دا باور ولري چې په حقيقت پوهېدل زمونږ دخوشحالۍ سبب کيږي. که په کورنۍ کښې په ګفتار او کردار کښې صداقت له منځه لاړ شي نو د کورنۍ د پياوړتيا او مضبوطيه لارې چارې هم له لاسه ځي. په داسې کورنۍ کښې چې صداقت پکې پيکه شوے وي نو د ښځې او سړي له مينې ډک چلندونه به نور تېر مقبوليت ونۀ لري.
له بلې خوا پکار دي دقت وکړو چې که د کورنۍ د يو کس د دروغ ويلو شاهد يوو نو جائزه نۀ ده چې د هغه دروغ په ډاګه کړو او په دروغ ويلو يې تورن کړوو پکار دي خيال وکړو چې د خپل د ژوند ملګري يا اولاد په دروغ ويلو باندې ټينګار ونۀ کړوو او په دې عمل سره هغه د دروغو په کوهي کښې بنديوان نۀ کړوو. بلکې د دې په اپوټه پکار دي د هغۀ په خطا پرده واچوو او تل دا وښيوو چې اصلاً دروغ نۀ دي ويل شوي. که ستاسو د ژوند ملګري له يوې پېښې وروسته څه وويل چې زياترو يې تکذيب وکړ او تاسو ترې دفاع وکړه او ورته مو اطمينان ورکړ چې هغه هيڅکله دورغجن نۀ بولي نو په دې سلوک سره يو ډول هغه د صداقت لارې ته لارښونه کوئ.
يو ظريف ټکے چې پکار دي غور پرې وشي دا دے چې دروغ ويل جائز نۀ دي، خو هر رښتيا ويل هم د ويلو لائق نۀ وي چې اکثر رښتيا خبرې د دښمنيو او کينو سبب کيږي. د يو نفسيات پېژاندي د وېنا له مخې هغه څه چې غالباً خطا ته لار خلاصيږي خوله ده. ځکه چې دا خبره هېروو چې د خبرو کولو لپاره هيڅ وخت ناوخته نۀ دے خو هغه خبره چې وکړې شوه نو د هغې د راستنولو لپاره حتی له يو سترګې رپ نه پس هم زيات ناوخته دے. حضرت امام علي (ع) په دې حقله يو معيار مونږ ته راکوي. هغه حضرت د متقينو په وصف کښې فرمائي: ((د متقينو ګفتار او منطق صحيح او ثواب دے.)) صحيح او ثواب خبره دوه خصوصيتونه لري: وړومبې دا چې حق ده او دويمه دا چې په ځاے ده.که خبرې حقيقت لرۀ خو په خپل ځاے کښې ونۀ کړې شوه نو ناثوابه خبره ده او کېدې شي د دښمنۍ، اختلاف، کينې، د خفګان او بدګمانۍ سبب شي.
گوينده:
البته پکار دي پاملرنه وکړوو چې کله د ځينو مسائلو پټول او يا د احساساتو نۀ څرګندونه هم خطا ده. په ځلونو دا اتفاق رامنځته شوے دےچې مونږ د يو خاص احساس په دليل ناراضه يو خو کله چې رانه د ژوند ملګرے يا نزدې کسان پوښتنه کوي چې څه شوي دي؟ نو وايوو چې څه نۀ دي شوي! په داسې حال کښې چې ويلې شوو چې اوس په دې اړه درسره خبرې نۀ شم کولې. د احساساتو نۀ څرګندونه له يوې خوا د ژوند د ملګرو تعلقاتو ته زيان رسوي او له بلې خوا د بدني او روحي بيماريو د راڅرګندېدو سبب کيږي.
صداقت په وعده باندې په عمل کښې هم ځان څرګندوي. انسان پکار دي په عمل کښې په خپلو وعدو باندې صادق وي. وعده خلافي او هغه دروغ چې د هغود جائزولو لپاره ويل کيږي د کورنۍ د اعتماد او امنيت فضاء ګډه وډوي او دا چاره د کورنۍ د تشکيل د ډېر مهم هدف يعنې د ارامښت د حاصلولو لپاره يو لوے ګواښ دے.
Add new comment