اسلام او د ژوند تېرولو طريقه (1)

صداقت يو هغه صفت دے چې پکار دي د يو انسان د ژوند په ټولومراحلو او ډګرونو کښې وليدل شي. په يو ساده تعريف کښې صداقت بې کم وکاست د هغو څيزونو څرګندول دي چې په مونږ کښې موجود دي. صداقت يوازې د رښتياو او صادقانه جملو ويل نۀ دي بلکې په ګفتار او کردار کښې يوشان والے هم د صداقت له څرګندو نمونو څخه ګڼل کيږي. د نفسيات پېژندنې په شننه کښې صداقت هغه ګفتار او کردار ته ويل کيږي چې د يو انسان انګېزه او اراده له هغۀ څه سره چې وائي او يا پرې عمل کوي مخالفه نۀ وي. کله چې يو کس په يو ګفتاري او يا کرداري ارتباط کښې صداقت ونۀ لري نو مقابله خوا له تعارض سره مخامخه کيږی او تعلقات زيانمن کيږي. په ښځه يا سړي کښې د صداقت نيشتوالے د کورنۍ فضاء د بې اعتمادۍ او بدګمانۍ لوري ته بيائي او د اختلافاتو د رامنځته کېدو زمينه برابروي. په همدې وجه دي چې اسلامي تعليمات په صداقت او له نفاق او دوه رنګۍ څخه په لرې کېدو باندې تاکيد کوي.
د قران شريف په مبارکو آيتونو کښې خداے پاک په ځلونو د صداقت حکم کړے دے او هغو کسانو ته يې چې صادقان او صابران انسانان دي د جنت زېرے ورکړے دے. صداقت تر دې حده اهميت لري چې د خداے د ګران رسول (ص) د ژوند په تاريخ کښې وينو چې د هغه حضرت مېرمن بي بي خديجې (س) د حضرت محمد مصطفی (ص) د صداقت او امانتدارۍ په وجه له هغه حضرت سره وادۀ وکړ.
صداقت د انسان د محبوبيت يو عامل دے. اکثر خلق له هغه کس سره چې رښتينے وي په ښه ډول او اسانۍ سره ملګرے او يو زړۀ کيږي او ورباندې اعتماد کوي. په ګډ ژوند کښې صداقت يو ډېر اوچت مقام لري.
په عامه توګه په ټېنشن، مشکلات او اضطراب لرونکو کورنيو کښې صداقت موجود نۀ وي يا پيکه وي. که وغواړوو چې په کورني ژوند کښې د صداقت اهميت وښيوو نو پکار دي د حضرت امام علي (ع) وېنا ته اشاره وکړوو چې فرمائي: ((نجات او ژغورنه په صداقت او رښتينولۍ کښې ده))
په دغه روايت باندې ژور اعتقاد او د زړۀ له تله باور رښتينولي او صداقت زمونږ په وجود کښې رامنځته کوي او جرړې يې مضبوطوي. هغه څوک چې دغه ژوره وېنا په نظر کښې لري له سختو او مشکلو حالاتو څخه د وتلو يوازېنۍ لاره په رښتينولۍ او سم کردار کښې لټوي او د خپلې رښتينولۍ له عواقبو څخه ويره به هم ونۀ لري.
د ښځې او خاوند ترمېنځ په تعلقاتو کښې د صداقت نيشتوالے په خپلو کښې په يو بل باندې د ښځې خاوند د اعتماد د کمزوري کېدو سبب کيږي او هغوي د يو بل په اړه بدګمانوي. البته دغه صداقت پکار دي د ژوند په ټولو مراحلو کښې موجود وي. ځکه چې د ښځې او خاوند د صداقت نيشتوالے به په ژوند کښې بد نتائج او اثرات په ځان پسې ولري. صداقت د انسان د ژوند په ټولو اړخونو کښې تاثير کوونکے دے او ګفتار او کردار يې تر تاثير لاندې راولي. صداقت په وړومبۍ مرحله کښې خپله انسان ته ګټه رسوي او بيا چاپېره کسانو او ټولنې ته فائده رسوي. روغ او سم تعلق د صداقت په سيوري کښې امکان لري. د کورنيو دنده دا ده چې صداقت د ژوند د يوې طريقې او ماډل په توګه خپلو فرزندانو ته ورزده کړې شي. ځکه چې د صداقت يا هر ښۀ چلند اصلي بنيادونه په کورنۍ کښې اېښودل کيږي.البته په کورنۍ کښې د صداقت د ترويج ترټولوغوره ډول د مور پلار صادق والے دے. امريکائي محققه مېرمن وېرجېنيا ساټير چې کلونه کلونه يې د کورنۍ مشاوري کړې ده د ښځې او خاوند په تعلقاتو کښې د صداقت د شتون په اړه وائي: ((د کورني تعلقاتو د ودې، پرمختګ او سلامتيا لپاره پکار دي ګفتاري او کرداري تعلقات نېغ په نېغه، واضحه او په روښانه توګه وي. همدا رنګ د افرادو ګفتار او کردار پکار دي د هغوي له انګېزې سره سمون وخوري. داسې حالات د کورنۍ غړيو ته دا امکان ورکوي چې صداقت تجربه کړي او په غوره توګه له مشکلاتو سره مقابله وکړي.))

Add new comment