په سورئې کې نور په لسګونو ترهه ګر هلاک شوي دي
دسورئې سانا رسمي خبری آژآنس راپورورکړ دسورئې پوځي یونټونو نن هم په درعا ولایت کې دتکفیری ډلو په پټنځایونو اوکاروانونو دحملو په سختولو سره هغوي ته درندې مرګ ژوبلې اړولي او دهغوي زیات شمیر ګاډي اوتجهیزات ئې هم تباه کړي دي
دسورئې یوې پوځي سرچینې ویلی دي دوسله وال پوځ یونټونو ددرعا په شمال ختیځ کې په الحراک ښارګي کېئ دترهه ګرو پر مورچو سخته بمباري اودتوپونو ډزې وکړې چې له امله ئې یو شمیر ترهه ګرهلاک او همداراز په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډي هم تباه کړل .. دغه راز په دغو بمباریو اوحملو کې دعربستان اوځينو نورو عربی هیوادونو ښاریز ترهه ګر هم هلاک شوي دي .
همداراز په قنیطره سیې کې دصمدانیه ښار ګي په لودیځي برخې کې هم په پاکونکو عملیاتو کې یو شمیر ترهه ګر هلاک اوټپیان شو ي دي .
Add new comment