دایران په ضد نوی بندیزونه به هیڅ ګټه ونه لري
تسنیم خبری آژآنس راپورورکړ دامریکا دخارجه وزارت ویندويې جنیفر ساکي بیګا په خبري کنفرانس کې دامریکا په کانګرس کې دایران ضد نوو بندیزونو د تصویبیدا داحتمال په غبرګون کې وویل چې دایران په ضد به نوي بندیزونه ګټه ور او سم ګام نه وي .
ساکي په دوام کې په دې باب دایسو شي ایټيډ پریس آژانس دوروستی راپورپه غبرګون کې هم چې ایران او امریکا موافقې ته رسیدلي دي ، له څه ویلو ډډه وکړه او وې ویل ، زه دخبرواترو دجزیاتو په باب کوم نظر نه لرم .زه تاسو همداراز له دې واقعیته خبروم چې دواړه لورو ،یا لږترلږه ایرانی لوري دغه راپورونه رد کړي دي .
دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوئې میرمن مرضیه افخم له ډې مخکې له امریکا سره هرډول موافقه دروغ بللې او ټيڼګار ئې کړی چې دغه ډول رسنئ فضا جوړونې په خاصو سیاسی غرضونو سره ترسره کیږي او اصلی هدف ئې دخبرواترو دفضا خرابول او دموضوعګانو دحل پيچلي کول دي .
Add new comment