په جلال آباد کې پر امریکايي ځواکونو ځانمرګی برید وشو

 د ننګرهار په مرکز، جلال آباد ښار په ختیځ کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی.
خبر زیاتوي چې عیني شاهدان وايي په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر یو ټانګ د اور لمبي ګرځي او د پېښې په سیمه د امریکايي پوځيانو چورلکې ګرځي.
د جلال آباد د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم دغه خبر تایید کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ندي ویلي.

Add new comment