په عراق کښې داعش ډلې خپل سل غړي اعدام او پانسي کړي

د عراق دالانبار ولایت چارواکي دداعش ترهګرې ډلې دغړیو ترمینځ دداخلي اختلافاتو دزیاتیدا خبر ورکړ .
دعراق دالانبار ولایت حکومتي چارواکي مصطفی العرسان وویل د رمادي په لویدیځ کښې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کښې ددغه ډلې دغړیوترمینځ داخلي اختلافات زیات شوي دي او ډیر تجهیزات چې له سوریې عراق ته استول کیږي په هوايي حملو کښې تباه کیږي .
العرسان وویل دداعش ګڼ شمیر غړي په تیرو څو ورځو کښې دالانبار ولایت په التامیم ، الرطبه ، القایم سیمو کښې په داخلي جنګونو کښې وژل شوي دي .
دعراق دکورنیو چارو وزیر محمد سالم الغبان هم په داعش ډلې کښې د استخباراتي نفوذ په علت ددغه تکفیري ډلې روحي شکست ته په اشارې سره وویل داعش ترهګرې ډلې په خپلو یوشمیر کسانو دشکمن کیدا په وجه خپل څه دپاسه سل (۱۰۰) غړي اعدام او پانسي کړل .
په عراق کښې داعش ترهګرې ډله اوس له ماتي سره مخ ده او له ډیرو سیمو دتښتیدا په حال کښې ده .

Add new comment