د داعش ډلې د ښایست ملکه ووژل شوه

د مصر بوابه فیتو خبری سایټ په دې هکله په خپل راپور کې لیکی په اتریش کې میشته بوسنی الاصله انجلۍ چی څو میاشتې مخکې له داعش سره یو ځای شوی وه او له ښکلا یې د ترهه ګرو د جذبولو لپاره ناوړه استفاده کیده په مشکوک ډول په سوریه کې ووژل شوه .
راپور زیاتوی چی سامرا کیزونوفیتش ۶ میاشستې مخکې له خپلې ملګری سابینا سیلمو فیتش سره یو ځای بې درکه شوه چی بیا وروسته جو ته شوه دغه دواړې د ترکیې له لارې د سوریې شمال ته تللی او له داعش سره یو ځای شوی دی .
داعش به د دغو انجلیو له ښایسته په ناوړې استفادې سره د اجتماعی شبکو له لارې د ځوانانو د جذبولو لپاره استفاده کوله .
د ویلو ده چی د دغې داعشی انجلۍ د وژل کیدا څرنګوالې تراوسه ندې جوت شوی او معلومه نده چی په نښته کې وژل شوی ده ، یه ناروغۍ له لارې او یا یې هم ځان وژلې وی .
داعش ډله چی صیهونیسټی پروژه پرمخ بیایی د اسلام د سپیڅلی دین د بدنامولو هڅه کوی او امریکا ، لویدیځ هیوادونه ترې د اسلام د څیرې د داغی کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کوی .

Add new comment