حزب اسلامي هم په افغانستان کې دداعش نفوذ رد کړ
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د افغانستان د حزب اسلامي ګوند د مرکزي شورا غړي، قریب الرحمن سعید له تهران راډيو سره په ټلفوني مرکه کې په افغانستان کې په اوس او راتلونکې کې د داعش د نفوذ د ردولو ترڅنګ وویل چې داسې ډله چې په پوځي زور سره غواړي خپل نفوذ اعمال کړي په افغانستان کې هیڅ ځایګاه نلري او که طالبان یا نورو په شان ډلې له داعش سره اتحاد ونکړي، دغه ډله نشي کولای چې په افغانستان کې نفوذ وکړي.
ښاغلي سعید ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د نفوذ لپاره دداعش د هڅو په صورت کې به د حزب اسلامي دریځ څه وي، وویل چې حزب اسلامي په افغانستان کې یو اساسي مذهبي او سیاسي ګوند دی چې پر انتخاباتي نظام باور لري، غواړي چې د خلکو د رایو له لارې باید ولسمشر او پارلمان وټاکل شي او نظام رامنځ ته شي، ځکه چې داسې نظام د خلکو له ملاتړه برخور وي.
د حزب اسلامي د مرکزي شورا غړي زیاته کړه چې حزب اسلامي له هغو ډلو سره چې د وسلو په زور سره واکمني ترلاسه کول غواړي هیڅ معامله او ملګرتیا ونکړي، د یادونې ده چې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم دوه ورځې مخکې له تهران راډيو سره په ټلفوني اړیکه کې ویلي و چې داعش ډلې ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنکړي.
Add new comment