دپاکستان ولسی جرګې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دپوځي محکمو جوړولو ته مثبته رایه ورکړه
دپاکستان ولسی جرګې چې ټاکل شوې وه پرون دپاکستان دحکومت له خوا دپوځي محکمو دجوړولو په باب په اساسی قانون کې بدلون ته رایه ورکړي ، نن ئې په یوه خوله دپوځي محکمو جوړولو قانون ته مثبته رایه ورکړه .
دپاکستان په ولسی جرګې کې په دغو رایو اچونې کې دجمیعت علمای اسلام ف څانګې او جماعت اسلامی ګوند غړو سپينې رائ اچولې دي او په مخالفت کې ئې یوه رایه هم نه ده اچول شوې .
دپاکستان حکومت پخپلې دغې مسودې کې دترهه ګرۍ په ضد د داسې پوځي محکمو دجوړولو لپآره چې له مخکې ورسره سیاسی مشرانو موافقه کړې وه ، دقانونی چاره لټولو لپاره دپارلیمان رایه غوښتې چې ، دترهه ګرۍ اوترهه ګرو په ضد فوری فیصلې وکړائ شي او ترهه ګر خپل انجام ته ورسوي
ډيری شناندي او کارپوهان وائي که دپاکستان حکومت او وسله وال پوځ وغواړي په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ جرړې وچې شي او ترهه ګر یوازې پاتې شي ، نو له ترهه ګرو چینلونو سره دې رابطه غوڅه کړي او په بندونو کې زنداني ترهه ګر چې زیاترو ئې په خپلو جنایتونو اعترافونه هم کړي دي په دار وځړوي ،بیا به هیڅکله نور ترهه ګر دجنایتونو اوورانکاریو جراء ت ونه کړائ شي .
Add new comment