دحضرت عیسی مسیح نیکمرغه زوکړې کلیزه دې پرټولو مبارک وي دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ لوي درسیتز سردار حسین فیروزآبادي نن د حضرت عیسی مسیح علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت دنړۍ دهیوادونو دپوځّونو پوځي چارواکو ته دمبارکۍ پخپلو جلاجلا
دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ لوي درسیتز سردار حسین فیروزآبادي نن د حضرت عیسی مسیح علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت دنړۍ دهیوادونو دپوځّونو پوځي چارواکو ته دمبارکۍ پخپلو جلاجلاپیغامونو کې وویل ،بې شکه بشری ټولنې چې دظلم اوسلطه ګرو تابع شوي دي ، له بل هروخته زیات دالهي پیغمبرانو تعلیماتو تږي دي څو دیوه واحد خدای دعبادت کونکو په هڅو سره دمظلومو انسانانو دآزادي غواړو او حق غواړو ملتونو دژغورنې او دلوړتیا لاملونه برابر کړي .
سردار فیروز آبادي ټينګار کړی دخداوندمتعال په مرستو سره دملتونو استکباری ضد او حقیقت غواړي ارادې دعدالت اوسولې دټينګیدو لامل کیږي او دجنګ ،درز اونفرت په ځاي عشق او محبت او ملګرتیا خوروي او دحضرت عیسی مسیح بن مریّم دلوړو آئيډیاؤ په سیوري کې به دنړۍ دانسانانو د سولې ،عدالت او آزادۍ موخې تحقق ومومي
Add new comment