داعش تکفیری ډله دسیمې دټولو هیوادونو لپاره ستر ګواښ دی

دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادي چې دترکیې په سفر تللی وویل عراق له داعش ترهه ګرې دلې سره په جنګ کې دسیمې دټولو هیوادنو ملاتړ ته اړتیا لري
دعراق لومړی وزیر پرون مازدیګر په انقره کې دترکیې له لومړی وزیر احمد داؤد اوغلو سر ه په ګډخبری کنفرانس کې زیاته کړې ، په عراق کې د د اعش ترکنټرول لاندې دسیمو آزادول ددغو سیمودټولو خلکو او دسیمې دهیوادنو ملګرتیا ته اړتیالري . هغه وویل عراق له ترکیې سره داطلاعاتي ملګرتیا دپراختیا غوښتنه کوي او ددغه هیواد چارواکو ژمنه ورکړې چې ددغه هیوادله پولو به دوسله والو کسانو دتیریدو اجازه ورنکړي .
دعراق لومړی وزیر ویلی پرګنیزپالنه دمینځنی ختیځ سیمې لپاره ستر ګواښ دی اوعراق او ترکیه ګډې امنیتي ګټې لري اوباید سره ملګرتیا وکړي .
دترکیې لومړی وزیر هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې وویل دترکیې اوعراق اړیکې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاهر له سټراټيژیکي ملګرتیا نوي مرحلې ته داخلې شوي دي اوترکیه اوعراق له داعش سره دمبارزې په زمینې کې ورته لیدتوګې لری . هغه زیاته کړې دواړه هیوادونه په پوځي زمینو کې له یوه بل سره ملګرتیا کوي ،ترکیې له داعش سره دجنګ لپاره یو شمیر پیشمرګه ځواک ته روزنه هم ورکړې ده
دعراق لومړی وزیر همداراز پخپلو څرګندونو کې دسیمې هیوادونه دیوې ودانۍ بیلابیل فلیټونه وبلل او وې ویل چې دټولو امنیت له یوه بل سره تړلی دی

Add new comment