امریکا هماغه راز په افغانستان کې دترهه ګرۍ په ضد دمبارزې پلوی دی

دامریکا جمهوری پال سناتور جان مک کین چې په ناڅاپي سفر دافغانستان کابل ته تللی نن ئې ددغه هیواد له ولسمشر اشرف غنی سره لیده کاته کړي دي
دافغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ددغې غونډې اصلی چورلیز دافغانستان ،سیمې دحالاتو او له ترهه ګرۍ سره دمبارز ې پشمول دوه اړخیزې مسئلې وې . محمد اشرف غني او جان مک کین په دغې کتنې کې په افغانستان او سیمې کې پر ترهه ګرو اوافراط پالو ددباؤنو دزیاتولو په ضرورت ټينګار کړی دی . په دغې کتنې کې مک کین له افغانستانه دخپل هیواد دملاتړ پر دوام یو ځل بیا ټينګار کړی اوویلی ئې دي چې امریکا هماغه راز په افغانستان کې دترهه ګرۍ او افراط پالنې په ضد مبارزې ته کلک هوډ لري .
کابل ته دامریکا ددغه لوړپوړی مقام ناڅاپي سفر له افغانستانه دناټو ځواک دوتلو په درشل کې ترسره شوی دی ، داپه داسې حال کې دي چي دافغانستان هماغه راز دملی وحدت دکابینې په جوړولو کې تر دې دمه نه دی بریالی شوی
راپورونه ښئ دافغانستان امنیتی ځواک دراتلونکي جنورۍ له لومړۍ نیټې وروسته په درست هیواد کې امنیتي مسئولیتونه په غاړه اخلي .

Add new comment