افغان ولسمشر اشرف غنی د ملا فضل الله د نیولو لپاره د عملیاتو حکم ورکړ

د خبرو سرچینو له راپور سره د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غنی د تحریک طالبان د مشر ملا فضل الله د نیولو او پاکستان ته د هغه د سپارلو لپاره افغان ځواکونو ته د عملیاتو حکم ورکړې دې .
راپور زیاتوی چی افغان ولسمشر ډاکټر غنی دا حکم له دې وروسته ورکړی چی په پیښور کې د طالبانو لخوا یونیم سل بیګناه او بی دفاع زده کونکی او ملکیان په بوږنونکی ډول ووژل شول او له دې حملې سملاسی وروسته د پاکستان د پوځ او ای ایس ای مشرانو کابل ته بیړنې سفر وکړ او له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې . ویل کیږی چی جنرال راحیل شریف په دغه کتنه کې ښاغلی اشرف غنی ته اسناد هم وسپارل چی کوندی فضل الله او د حملې اصلی پلانونکی د افغانستان په ختیځو سیمو کې پټ شوی دی او که دوی ونه نیول شی نو پاکستان بیا هغو پر ضد پخپله عملیات کولې شی .
دا په داسې حال کې دی چی افغانستاناو پاکستان تل یو بل له ترهه ګرو په ملاتړ تورنوی .

Add new comment