په هند کښې د وژل شویو مسلمانانو شمیر ۵۶ تنو ته ورسید
د هندوستان پولیسو رپورټ ورکړی چې د دغه هیواد په شمال ختیځ کښې د مخالفووسله والو د حملو د مړو شمیر ۵۶ کسانو ته ورسید.
د فرانسې خبري آژانس د رپورټ له مخې جنرال ایس، این، سنګ په آسام ولایت کښې له غږملو بریدونو یوه ورځ وروسته وویل: تراوسه ۵۶ تنه وژل شوي او اتیا نور ژوبل شوي دي.
د هند د آسام صوبې پولیسو اعلان کړی چې د (بودو) قبیلې وسله والو په څو بریدونو کښې ۵۶ کسان وژلي چې زیاتره پکښې ښځې او ماشومان وو.
دا حملې د (بودو ملي ډیموکراټیک جبهې) په نامه یوې ډلې لخوا شوي چې د بودو په نامه د یوې بودايي قبیلې غړي دي.
د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي پخپله ټویټر پاڼه کښې دا ترهګر بریدونه غندلي دي.
د هندوستان د کورنیو چارو وزیر هم په آسام صوبه کښې د لس هاو بیګناه مسلمانانو وژله وغندله.
راج نات سنګ د لس هاو ښځو او ماشومانو د وژلې په غندلو سره نن د دغې سیمې کتنه کوي.
هغه وویل چې د دغو وسله والو د حملو په خلاف به جدي اقدامات ترسره شي.
د ویلو ده چې په دې سیمه کښې د بودو قبیلې وسله والو له دې مخکښې هم څوڅو ځلې په مسلمانانو حملې کړي او په لس هاو کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي.
د بودو وسله والو حملې په داسې حال کښې زیاتې شوي چې د هندوستان حکومت د آسام صوبې د خلکو له غوښتنو سره سره د دغې سیمې د ساتنې لپاره د پوځ له لیږلو ډډه کړې ده.
Add new comment