چین امریکا ته خبرداری ورکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر نن اعلان وکړ چې واشنګټن باید په امریکا کې د بشري حقوقو له سرغړونې سره چلند وکړي او د انسانانو د حقوقو څخه د سرغړونې په پلمې سره د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.
د نوستي خبري آژانس د خبر له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې امریکا هیڅ نړیوالو قوانینو ته ژمنه نده او څو څو ځلې یې د هېوادونو خپلواکي او واکمني تر پښو لاندې کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت بیانیه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خپره شوې ده.
جان کیري پرون له چینه غوښتي وو چې لیو جیائوبو او نور هغه زندانیان چې د چین دولت بندیان کړي دي، آزاد کړي.
لیوجیائوبو چیني لیکوال او نیوکه کونکی دی چې په ۲۰۰۸ کال کې د چین د سیاسي نظام د بدلون له غوښتنې وروسته نیول شوی او په ۱۱ کاله بند محکوم دی.

Add new comment