امریکا له خپلو استکباري دریځونو دشاتګ په حال کې ده
دلبنان ملی خبری آژانس راپوروکړ دلبنان دحزب ا... غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم بیګا په جنوبی بیروت ضاحیې کې په یولړڅرګندونو کې له تیرو پنځوسو کلونو وروسته دکیوبا دبندیزونو دلیرې کولو لپاره دامریکا وروستۍ فیصلې ته په اشارې سره روښانه کړه دامریکا دغه فیصله پرنه انکاریدونکو حقایقو او ملتونو پر حقه غوښتنو په مقابل کې ددغه هیواد پرتسلیمیدو شاهده ده
دامریکا ولسمشر باراک اوباما او دکیوبا ولسمشر رائول کاسترو تیره اونۍ په جلاجلا اعلامیو کې ویلی دي واشنګټن او هاوانا خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیا پیلوي
دلبنان دحزب ا... غورځنګ دغه لوړپوړي مقام همداراز زیاته کړې امریکا له دې مخکې په ۲۰۰۶کال کې په ۳۳ورځني جنګ او بیا دغزې داوسیدونکو په ضد په ۵۰ورځني جنګ کې داسر ائيلو له سختې ماتې وروسته غافلګیره شوې او نن سبا هم په سورئې کې له ماتې سرټکوي .
شیخ نعیم قاسم همداراز دلبنان د پارلیمان دمشر نبی بري په مشرۍ دحزب ا...غورځنګ اودالمستقبل بهیر ترمینځ خبرې اترې هم په لبنان کې دټولنیز اوسیاسی ثبات یوه برخه او ورځې یو ضرورت وباله چې په دغه هیواد کې دقردت له مناسب انډول سره مرسته کوي .
هغه همداراز ددې خبرې په کولو سره چې دغه خبرې اترې په لبنان کې دتفاهم اویووالي دساتنې او دترهه ګرۍ له هراړخیزې خطرې سره دډله ایزې مبارزې دساتنې لپاره یوه مناسبه زمینه برابروي روښانه کړه لبنانیو ډلو دخبرواترو له لارې دځينو مسئلو دحل لپاره لارې چارې موندلي دي
Add new comment