امام رضا (ع) د معرفت روانه چينه(۰۱)
نن د زمکې مخلوقات د اسمان له مخلوقاتو سره ژړيږي او د امامت او ولايت د اسمان د اتم ځلانده ستوري په وير او ماتم ګډ دي، ځکه چې د نبوي ګلستان يو بل ګل ورژېد او مهربان امام او د ولايت بېرغوال حضرت امام علي بن موسی الرضا (ع) نړۍ د خپل هجران په غم اخته کړه، خو د هغه حضرت ملکوتي بارګاه د يو شانداره نمر سترګې په شان د ايران په زمکه ځليږي او د پردېسيانو د پناه ځاے او پرېشان حاله زړونو ته ارام بخښونکےدے.
مونږ نن د هغه حضرت د پاک حرم له کونترو سره په يو اواز وير او ماتم کوو. په دې موقع د هغه حضرت پېروکارو او مينه والو ته تسليت وايوو.
اما علي بن موسی الرضا (ع) زيات لقبونه لري خو د هغه امام ترټولو مشهور لقب او صفت ((رضا)) دے. يعنې هغه حضرت د خداے په غوښتنه راضي ؤ همدارنګ دوستان يې له هغه حضرت څخه راضي وو او ښمنانو هم له هغه حضرت څخه د ناراضګۍ څه دليل نۀ موندۀ. امام رضا (ع) همدارنګ ((غريب)) لقب حاصل کړ ځکه چې د عباسي واکمن مامون په اجبار سره يې د خپل پلارنيکۀ وطن مدينه منوره پرېښوده او په خراسان کښې د مامون مرکز ته لاړ او بالاخره په غربت او پردېسۍ کښې شهيد کړے شو.
مامون په خپلې خام خيالۍ سره غوښتل چې د ولي عهدۍ قبلولوته د امام رضا (رض) په مجبورولو سره هم د خپل ناروا حکومت په خلاف د اهلبېتو عليهم السلام د مينه والو او پېروکارو د پاڅون له خطر څخه مخنيوے وکړي او هم امام تر بشپړه څارنې لاندې وساتي او له هر څه زيات مهم دا چې د امام رضا (ع) د مبارک نوم په ذريعې سره خپل ناروا حکومت ته رواوالے ورکړي. خو امام رضا (ع) په خپلو هوښيارانه اقداماتو سره دغه ګواښ د اسلام د راژوندي کولو او د مسلمانانو د هدايتولو لپاره په يو بې مثاله فرصت بدل کړ.
امام رضا (ع) د خراسان په لور له خپل وطنه د وتلو په وخت تقريباً ټوله مدينه له دغه سفر څخه له خپلې کرکې او خفګانه خبر کړه. هغه حضرت د خداے دګران رسول (ص) له پاک حرم او خپلې قدرمنې کورنۍ سره د زړۀ سوزوونکي خداے په امانۍ په وخت په اوښکو او دعا سره ټولو ته دا خبره ثابته کړه چې دغه سفر د مرګ سفر دے او په دا ډول د مامون اصلي نيت يې په ډاګه کړ.
امام رضا (ع) همدارنګ د ولي عهدۍ وړانديز تر هغه وخته چې په واضحه توګه په قتلولو ونۀ ګواښلے شو ونۀ منۀ او د دغه وړانديز په وړاندې يې دومره مقاومت وکړ چې ټول د هغه حضرت له مقاومت او د مامون له اجباره خبر شول. البته امام د وليعهدۍ د قبلولو لپاره يو لړ شرطونه وتړل چې د مقررولو او څنګته کولو، د جنګ او سولې د حکم او د چارو د تدبير په شان په هيڅ حکومتي چاره کښې مداخلت نۀ کول له هغو شرطونو څخه وو.
په دا ډول د ولي عهدۍ په مقام کښې د امام رضا (ع) شتون د مامون د حکومت د غلطو اقداماتو لپاره څه توجيه نۀ شوه کېدې.
د امام رضا (ع) عالمانه چلند د دې سبب شو چې نۀ يوازې د مامون پلانونه شنډ شي بلکې د اهلبېتو عليهم السلام او د هغوي د مينه والو لپاره يو لړ فرصتونه رامنځته کړي چې له دې مخکې ممکن نۀ وو.
د امام رضا (ع) د ولايت عهدۍ په ذريعې سره د اهلبېتو عليهم السلام مينه والو روحيه او د زړۀ قوت پېدا کړ او په هغوي باندې د دباودونو سختوالے کم شو.
د خداے د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت عليهم السلام چې تل د حکومتونو لخوا ګواښل کېدل او ازارېدل د امام رضا (رض) په برکت په هرځاے کښې په عظمت او نېکۍ سره ياد شول او هغه کسان چې د اهلبېتو عليهم السلام له فضائلو څخه ناخبره وو له هغو سره اشنا شول او دښمنانو د کمزورۍ او ماتې احساس وکړ.
Add new comment