نړۍ په ۲۰۱۴ کال کښې، د فلسطین بدلونونه)03(
د فلسطین له خلکو څخه په ملاتړ کښې په نړیوال خوزښت کښې د غور وړ ټکی په داشان کړنلاره کښې د فلسطین د خلکو د مقاومت او دریدنې رول دی. خپلو ارمانونو ته د رسیدو په لړ کښې د فلسطین د خلکو مقاومت، پایداري او استقامت د فلسطین موضوع ته د نړیوالې ټولنې د پراخې پاملرنې او د دغه ټاټوبي د خلکو له حقوقو څخه د نړیوالو ملاتړونو د زیاتیدو سبب شوی دی.
د فلسطین د خلکو انتفاضې د فلسطین له خلکو څخه په ملاتړ کښې په نړیوال پاڅون کښې اساسي رول لرلی او دا د فلسطین د خلکو لپاره د مقاومت یوه بله ستره بریا ده.
د فلسطین خلکو په همدې پایدارۍ او مقاومت سره په غزې باندې د ۲۰۱۴ کال په حملو کښې د قدس نیواکګر رژیم ته یوه بله شرمونکې ماتې ورکړه.
د صهیونیسټانو په خلاف د مقاومت بریالیتوبونو فلسطینیانو ته څوچنده روحیه ورکړې داشان چې فلسطینیانو دا بریاوې د صهیونیسټي رژیم له منګولو د فلسطین د نورو نیواکي ځمکو د خلاصولو یوه سریزه بللې ده.
د صهیونیسټي رژیم په وړاندې په عملیاتي ډګر کښې د فلسطینیانو بریالیتوبونو نړیوال معادلات له مخکښې نه زیات د فلسطینیانو په ګټه بدل کړي دي.
د مقاومت د بریاو په سیوري کښې دي چې په نړیوال ډګر کښې په رسمیت د فلسطیني هیواد د پیژندل کیدو د موضوع د تعقیب لاره هواره شوې ده او د فلسطینیانو حقوقو ته د نړیوالو د زیاتې پاملرنې سبب شوې ده.
سیاسي څارونکي باوري دي چې د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ د ختمولو د ضرورت په هکله د فلسطینیانو د غوښتنې مطرح کیدل چې د فلسطین د خپلواک هیواد د جوړیدو زمینه برابرونکې ګڼل کیږي، د ملګرو ملتو لپاره یو جدي ازمیښت دی.
د ملګرو ملتو سازمان به پخپل کړچار سره د خپل برخلیک د ټاکلو د رودې لپاره د ولسونو له حق څخه د ملاتړ په هکله پخپل منشور او پریکړه لیکونو باندې د دغه سازمان د پایبندۍ کچه څرګنده کړي. په تیره بیا دا چې د ملګرو ملتو ۲۴۲ او ۳۳۸ پریکړه لیکونه هم د فلسطین له نیواکي ځمکو څخه د صهیونیسټي رژیم په بې قید او شرطه شاتګ ټینګار لري او په ۱۹۴۷ کال کښې تصویب شوي د عمومي اسامبلی ۱۸۱ پریکړه لیک هم د فلسطیني هیوادد جوړیدو په موضوع ټینګار کړی دی.
د فلسطین د کورنیو بدلونونو په لړ کښې یو بل ټکی په تیر کال کښې د فلسطین د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو موضوع ده چې د فلسطینیانو په سیاسي ډګر کښې د بدلانه یو پیچومی او د هغوي ترمینځ د لازیات پیوستون او یووالي په لاره کښې یو خوزښت ګڼل کیږي.
د فلسطینیانو د ملي پخلاینې په بهیر کښې ورځ په ورځ زیاتیدونکی پرمختګ او د دې کار په پرمخ بیولو کښې د فلسطنیانو هوډ د فلسطینیانو د هم پالنې د بهیر په مخنیوي کښې د صهیونیسټي رژیم د زیاتیدونکې ناکامۍ بیانونکی دی او دا هغه حقیقت دی چې صهیونیسټي ټولنو هم منلی دی.
په دې لړ کښې د اسرائیلو راډیو د فلسطین د ملي وحدت د حکومت په وړاندې د دغه رژیم د سفارتي ماتې خبر وکړ. راډیو (اسرائیل) وویل: د فلسطین د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو د مخنیوي لپاره د دغه رژیم د هلوځلو ماتې د فلسطینیانو په وړاندې د هغوي یوه بله ډیپلماټیکه ماتې ګڼله کیږي.
د ویلو ده چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) او فتح غورځنګ د ۲۰۱۴ کال د اپریل په ۲۳ نیټه د پنځو اونیو په موده کښې د ملي وحدت حکومت د جوړولو په هکله یوه موافقه لاسلیک کړه. بلآخره د فلسطینیانو ترمینځ د څو اونیو له سلامشورو وروسته د رامي حمدا... په وزیراعظمۍ د دغه هیواد د ملي وحدت کابینه جوړه شوه او د هغې د لوړې مراسم هم ترسره شول چې دا کار د فلسطینیانو د ملي پخلانیې په بهیر او د هغوي د اتحاد او پیوستون په کار کښې د بدلانه پیچومی ګڼل کیږي.
د فلسطینیانو د ملي وحدت حکومت جوړیدو په داسې حال کښې بڼه ونیوله چې فتح او حماس غورځنګونو په دې وروستیو کلونو کښې د ملي پخلاینې څو موافقې لاسلیک کړې خو دا موافقې د صهیونیسټي رژیم او امریکې د کارړنګونو په وجه هیڅکله عملي نه شوې.
د فلسطینیانو له ملي پخلاینې څخه اندیښنه او قهر یوازې د صهیونیسټي رژیم تر چارواکو محدود نه دی او امریکايي چارواکو هم په دې لړ کښې په دریځنیونو سره د فلسطینیانو په وړاندې د امریکې د حکومت بدغوښتونکی سیاست له مخکښې نه زیات نندارې ته وړاندې کړی دی.
په دې چوکاټ کښې د امریکې د بهرنیوچارو وزارت په سپین سترګۍ سره د فلسطینیانو ترمینځ د ملي پخلاینې له موافقې څخه د خواشینۍ څرګندولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې دا موافقه ممکنه ده په مینځني ختیځ کښې د تش په نامه سولې د بهیر د بیاپیلولو لپاره روانې هلې ځلې لاپيچلې کړي.
په هرحال د فلسطینیانو د ملي وحدت د حکومت جوړیدل د صهیونیسټي رژیم په وړاندې په مختلفو ډګرونو کښې د فلسطینیانو د قدرت د لوړتیا په لړ کښې د ورځ په ورځ زیاتیدونکې هم پالنې په لاره کښې د هغوي د جدي هوډ بیانونکی دی.
د فلسطین د ملي وحدت د حکومت جوړیدل د لازیات پیوستون او پیئلتیا او د فلسطینیانو د مقاومتي کړنلارې د پياوړتیا په شان په کورني ډګر کښې د هغې له رغنده اغیزو نه علاوه په ټولو ډګرونو کښې، په نړیواله کچه هم پراخې بریاوې لرلې دي.
د ملي وحدت د حکومت جوړیدو د فلسطینیانو د نړیوال موقعیت د لوړتیا لپاره زمینه برابره کړې ده او له دې بهیر څخه د نړیوالې ټولنې هرکلی د فلسطین مسائلو ته د نړیوالې ټولنې له مخکښې نه د زیاتې پاملرنې نښه ده چې دا کامیابي هم د مقاومت په چورلیز کښې د فلسطینیانو د ملي وحدت او یووالي په سیوري کښې ترلاسه شوې ده.
Add new comment