د امام حسن (ع) صبر د امام حسېن (ع) د انقلاب سريزه (۰۲)

د امام مجتبی (ع) يواخلاقي خصوصيت د هغه حضرت صبر او زغم ؤ. امام حسن (ع) دومره صبر کوونکے ؤ چې حلم او زغم يې ډېر مشهور شو. د امام حسن مجتبی (ع) د دغه مهم خصوصيت په باره کښې په تاريخي کتابونو کښې ډېر روايتونه او داستانونه راغلي دي. د نمونې په توګه د رسالت د کورنۍ يو کينه ور دښمن مروان هم اعتراف کوي چې د امام حسن (ع) صبر او حلم د غرونو له مضبوطوالي سره برابري کوي.
د حضرت امام علي (ع) له مظلومانه شهادته وروسته خلقو له امام حسن مجتبی (ع) سره بيعت وکړ. له هم هغه وخت څخه د شام حاکم خپل منافقانه کوششونه شروع کړل او په دروغو او پروپېګېنډو سره يې عامه افکار مشوش کړل ان تردې چې د امام ځينې خاص ملګري يې په رشوت سره وغولول.
امام چې کله د خپلو ملګرو بې وفائي او خيانت وليد نو د مسلمانانو د سر او مال د ساتنې په فکر کښې شو او له مجبورۍ يې د شام له حاکم سره صلح وکړه. په دا ډول د امام حسن (ع) حکومت يوازې شپږ مياشتې او څو ورځې وچلېد.
د امام حسن (ع) صلح يو ګټور او متفکرانه کار ؤ چې د اسلام د حفاظت لپاره ترسره شو. په هغه زمانه کښې د مسلمانانو کورنے جنګ د اسلام په ګټه نۀ ؤ. ځکه چې د روم امپراطور چې د مسلمانانو له لاسه يې سخت ګوزارونه خوړلي وو، تل د يو داسې فرصت په لټه کښې ؤ چې د اسلام پېکر ته يو موثر او تلافي کوونکے ګوزار ورکړي.
له بلې خوا د عراق د خلقو موقعيت داسې ؤ چې د لښکر د تشکيل او له امام حسن عليه السلام سره د ملګرتيا لپاره يې روحي امادګي نۀ لرله. نو ځکه له داسې کسانو سره د جنګ مېدان ته تلل چې جنګي روحيه يې نۀ لرله له ماتې پرته بل څه نتيجه نۀ لرله. په همدې وجه امام حسن (ع) د اسلام د حفاظت لپاره د خپلې زمانې د بې بصيرتو خلقو په جفا او ناپوهۍ باندې صبر وکړ او د شام له حاکم سره صلحې ته يې غاړه کېښوده.
امام مجتبی (ع) د خپلې زمانې خلقو ته وفرمايل: (( ملتونه صلح کوي په داسې حال کښې چې د خپلو واکمنانو له ظلم څخه په ويره کښې وي، خو زۀ صلح کوم په داسې حال کښې چې د خپلو ملګرو له ظلم څخه په ويره کښې يم، تاسو مې له دښمن سره د جهاد لپاره راپاڅولئ نو راپانۀ څېدئ. حقيقت مې ستاسو غوږو ته درورسوۀ خو وامو نۀ ورېدۀ او لا مې وېنا نۀ وي ختمه کړې چې د سبأ قوم په شان تيت پرت او خوارۀ وارۀ شئ تاسو د پند او نصيحت په جامه کښې يو بل ته فرېب ورکړ...))
د امام حسن (ع) صبر او زغم يوازې له اشخاصو سره د هغۀ په تعلقاتو پورې محدود نۀ ؤ بلکې هغه حضرت له دغه غوره صفت څخه د اسلام او د خپلو پېروکارو د حفاظت لپاره استفاده وکړه. شايد په همدې وجه دي چې د هغه حضرت حلم او صبر د هغۀ د ډېر مهم خصوصيت په توګه ياديږي.ځکه چې د دغه صبر او زغم اثر له پېړيو پېړيو وروسته اوس هم د اسلام رڼا بله ساتلے ده. امام حسن (ع) د شام د حاکم د خپل سري او آمرانه حکومت په زمانه کښې په داسې حالت کښې راغے چې که مسلط شوې صلح يې نۀ وې منلې او د ډېر حلم او انقلابي صبر په خصلت سره يې له هغۀ سره چلند نۀ وې کړے نو د اسلام بنياد به له سخت خطر سره مخامخ شوے ؤ. نو په دې وجه يې د اعتراض کوونکو په ځواب کښې وفرمايل: ((ما د مسلمانانو د وينې د حفاظت لپاره صلح وکړه. که مې داسې نۀ وې کړې حتی زمونږ اهلبېتو يو پېروکار به د زمکې په سر باقي نۀ وې پاتې.... افسوس دې وي په تاسو باندې، تاسو نۀ پوهېږئ چې ما څه وکړل؟ په خداے مې دې قسم وي چې زما د پېروکار لپاره د صلحې منل غوره دي له هغه څه نه چې نمر پرې راخيژي او ډوبيږي....))
بې دليله نۀ ده چې د خداے ګران رسول (ص) په هغه نړيوال تفکر او پراخه پېش بينۍ سره چې يې لرله د امام حسن (ع) په شان کښې وفرمايل: ((که عقل ځان د يو سړي په شکل کښې وښئ نو هغه سړے به امام حسن (ع) وي.))
که څه هم هغه حضرت په صبر او زغم سره شهرت لرۀ، خو تاريخ ګواهي ورکوي چې په داسې حالاتو کښې چې د عمل او چلند سختوالي ته اړتيا وه هغه حضرت په مېړانې، بهادرۍ او ټينګتيا سره چلند کوۀ. نو ځکه د امام حسن مجتبی (ع) په ژوند کښې ګوروو چې په عېن حال کښې چې په حلم او صبر مشهور ؤ په ځينو موقعوکښې داسې قهرجن چلند کوي چې د دښمنانو جرړې سوزوي. همدارنګ د دې باوجود چې دښمنانو حالات داسې پلان کړل چې امام حسن (ع) د مجبورۍ په حال کښې له حکومته څنګته شي، خو دا چاره د دې سبب نۀ شوه چې د طاغوت د حکومت د ظلم او ستم په وړاندې صبر وکړي. له دې امله به يې په مدينه منوره کښې هم په مناسبو موقعو کښې ضروري وېناوې په ډاګه بيانولې او د شام د حاکم له غېر اسلامي روش او طريقوسره به يې مخالفت کوۀ.
د نمونې په توګه د سولې له واقعې نه وروسته د شام حاکم کوفې ته راغے او د ګڼ شمېر خلقو په غونډه کښې په منبر باندې کښېناستېد او د خپلې وېنا په دوران کښې يې په بې شرمۍ او ګستاخۍ سره د اميرالمومنين امام علي (ع) په شان کښې له ګستاخۍ نه ډک بد رد شروع کړل. د هغۀ وېنا لا نۀ وه ختمه شوې چې امام حسن (ع) د هم هغه منبر په پوړۍ اودرېد او په چغو سره يې د شام حاکم ته په خطاب کښې وفرمايل: ((آيا تۀ د اميرالمومنين علي (ع) په باره کښې بد رد وائې سره له دې چې د خداے ګران رسول (ص) يې په شان کښې وفرمايل: ((چا چې علي (ع) ته بد رد وويل نو ما ته يې بد رد ويلي دي او چا چې ما ته بد رد وويل نو خداے پاک ته يې بد رد ويلي دي او چا چې خداے پاک ته بد رد وويل نو خداے به يې د تل لپاره په دوزخ کښې اچوي او هلته به د همېشه لپاره په الهي عذاب کښې ګرفتار وي.))
بيا امام حسن (ع) له منبر نه راکوز شو او په احتجاجي توګه له جومات نه بهر ووت.
د شام د حاکم او د هغۀ د تالي سټو په وړاندې د امام حسن (ع) جرائتمدانه چلندونه زيات دي چې په همدې يوې نمونې بسنه کوو.
امام حسن مجتبی (ع) په خپلې بې مثاله دوراندېشۍ سره د ملګرو د خواهشاتو او باطني ګروهنې باوجود د ناپوهو، ظاهر بينو او ساده فکرو دوستانو ټول پېغورونه، خبرې او اعتراضونه زغمل، دې لپاره چې اسلام نابود نۀ شي.امام حسن (ع) صبر او ټينګتيا وکړه دې لپاره چې خلق د شام د حاکم او بني اميه ؤ حقيقي اصليت او ماهيت درک کړي. د شام حاکم له هم هغې وړومبۍ ورځې راهسې د صلح نامې د بندونو خلاف ورزي وکړه. د شام د حاکم کار دې حد ته ورسېد چې په يوه وېنا کښې يې خلقو ته وويل: ((.... اے د عراق خلقو! زۀ له تاسو سره وجنګېدم چې په تاسوباندې حکومت وکړم)) او دغه وخت يې صلح نامه وشلوله او تر پښو لاندې يې کړه.
د شام د حاکم دغه چلندونه او لوظ ماتونې د دې سبب شوې چې خلق ورو ورو د غفلت له خوبه راويښ شي. د امام حسن (ع) تدبير دا ؤ چې په خپل صبر سره يوه موقع ورکړي چې خلق د امويانو فسادونه او ظلمونه په خپلو سترګو وويني او همدا چاره د دې سبب شوه چې د سيد الشهداء حضرت امام حسېن (ع) د پاڅون لپاره زمينه برابره شي. که خلقو امويان نۀ وو پېژندلي نو د امام حسېن (ع) پاڅون به تر پوښتنې لاندې راغلے وې او د دغه ستر پاڅون زمينه به نۀ وه رامنځته شوې. نو بس ويلې شوو چې د اسلام بقاء د امام حسن (ع) د تدبير احسانمنده ده، او د ارواښاد شېخ راضي آل ياسين په قول د کربلا واقعه له دې مخکې چې حُسېني وي حَسني ده.

Add new comment