د امام حسن (ع) صبر د امام حسېن (ع) د انقلاب سريزه (۰۱)

(د هغه حضرت د شهادت په مناسبت)

د امامت او ولايت د اسمان د دويم ځلانده ستوري حضرت امام حسن مجتبی (ع) د شهادت په مناسبت د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم او د هغه حضرت د پاکو اهلبېتو عليهم السلام ټولو عاشقانو او پېروکارو ته تسليت وايوو.
په داسې يوه ورځ امام حسن مجتبی (ع) په خپل کور کښې د خپلې مېرمن په لاس په مظلومانه توګه په شهادت ورسېد. د تاريخ په ګواهۍ سره د شام حاکم د امام حسن (ع) د مېرمن جعدې لپاره زر درهم ولېږل او پېغام يې ورکړ چې د امام حسن (ع) د قتل په صورت کښې به دې خپل زوے يزيد ته وادۀ کړم.جعدې هم د د شام حاکم غوښته ومنله او امام (ع) ته يې په مظلومانه توګه زهر ورکړل.
له دې وروسته چې امام حسن (ع) له دنيا سترګې پټې کړې امام حسېن (ع) خپل ورور ته غسل ورکړ او کفن يې ورته واچوۀ او په يو تابوت کښې يې کېښود چې د هغه حضرت د وصيت مطابق يې د آخري خداے په امانۍ لپاره يې د هغۀ جنازه مبارکه د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) له قبر مبارک سره تبرک کړي او هلته يې خاورو ته وسپاري، خو امويانو په راغونډېدو سره د امام په جنازه کښې د ګډون کوونکو لاره وتړله. بيا يې په ډېرې بې دردۍ او سنګدلۍ سره د امام په جنازه د غشو باران جوړ کړ. او د پېغمبراکرم (ص) د زړۀ ټوټه يې د هغۀ په خوا کښې ښخېدو ته پرې نۀ ښوده. بالاخره له دغوکشمکشونو وروسته د امام پاک بدن په بقيع اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو.
د قدرمن امام د جنازې دغې بې ادبۍ، بې حرمتۍ او دغه ظلم ته په پام سره وو چې د خداے ګران رسول (ص) له مخکې نه د هغه حضرت په باره کښې فرمائيلي وو چې: ((حسن (ع) زما خوشبويه ګل دے، اے خدايه زۀ له دۀ سره مينه کوم نوتۀ هم ورسره مينه وکړې او له هغه چا سره مينه وکړې چې له دۀ سره مينه کوي.))
اوس له دغه مصيبت څخه پېړۍ پېړۍ تېريږي خو د مسلمانانو او د پاکو اهلبېتو عليهم السلام د عاشقانو زړونه اوس هم د دغه کريم امام د غربت او مظلوميت په وجه درديږي. خو هغه څه چې تاريخ يې د امام حسن (ع)د ژوند د وروستيوشېبو په اړه نقلوي انسان د دغه بزرګوار امام د زيات صبر او زغم په وړاندې حېرانوي. امام مجتبی (ع) حتی د خپل قاتل د ظلم او جنايت په وړاندې صبر کوي او له خپل وروره غواړي چې هغۀ ته د سزا ورکولو په لټه کښې کېږي نه. په يو روايت کښې راغلي دي چې کله د امام حسن (ع)شهادت رانزدې شونو خپل ورور امام حسېن (ع) ته يې وفرمايل: ((وروره!ډېر زر به درنه جدا شم او د خداے پاک ملاقات ته به لاړ شم،ما ته زهر راکړې شوي دي. زۀ پوهېږم چې چا راسره دا جفا کړې ده او د دې ظلم جرړې کوم ځاے کښې دي؛ زۀ به د خداے په درګاه کښې له هغۀ سره مقابله کوم، خو په هغه حق قسم چې په تا يې لرم له تا غواړم چې دا واقعه او د دې مرتکب کوونکې تعقيب نۀ کړې او زما په باره کښې د الهي قضا منتظر اوسه.))

Add new comment