دښمن له اسلامي ایران سره خبرو اترو پرته بله لاره نلري
د تهران دجمعې لمانځه خطیب دایران داټومي مرکچي پلاوي دکړچار په ملاتړ کولو سره دغه پلاوي ته سپارښتنه وکړه له پینځه جمع یوې ډلې سره دخبرواترو په دوام کښې دایران دملت دعزت په ساتلو سره ددغه ډلې کلنګ غوښتنې ته تسلیم نشي .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علي موحدي کرماني دایران او پینځه جمع یوې ډلې داټومي خبرو اترو دوام ته په اشارې سره وویل دښمن له ایران سره خبرو اترو پرته بله لاره نلري او دایران اسلامي جمهوریت له خپلو اټومي حقونو نه تیریږي .
ایت الله موحدي کرماني دامریکا په زندانونو کښې د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای(CIA) د شکنجو درسواۍ په باره کښې وویل دنیا به تر کوم وخت پورې په رنګین پوستو دپولیسو دحملې او د توکمیز توپیر کتونکي وي .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب دامریکا دپولیسو لخوا د تورپوستو خلکو د شکنجه کولو او وژلو په غندلو سره دامریکا چارواکي درنګین پوستو د حقوقو دخلاف ورزي کولو په باره کښې فکر کولو ته وروبلل .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله موحد کرماني دغه راز له کیوبا سره د امریکا دډيپلوماټیکو اړیکو له سره شروع کیدا ته په اشارې سره وویل دامریکا خارجه وزیر جان کیري اعتراف کړی دی چې واشنګټن له دې زیات چې کیوبا په ظالمانه بایکاټونو سره له مشکل سره مخ کړي په خپله تاوان کړی دی .
ایت الله موحدي کرماني د حسیني اربعین د مراسمو په پرتمین ډول ترسره کولو کښې دعراق دحکومت او ملت په قدرونې سره وویل دداعش ترهګرې ډلې له ګواښونو سره سره دغه پرتمینه مراسم ددنیا دمیلیونونو مسلمانانو په ګډون سره په کامل امنیت سره وشول .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب دغه راز د پاکستان په پیښور کښې ترهګره حمله او د کابو یوسل پنځوس(۱۵۰) زده کونکو او معلمانو وژل یې وغندل او دقربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي اعلان کړ ه
Add new comment