دپيښور حمله او دطالبانو دختمولو لپاره دپوځ شعار او عمل؟
د پاکستان دپیښور ډیره ترخه پیښه چې ددسمبر دمیاشتې په ۱۷ دپوځ په یوه (۱)ښوونځي حملې سره رامینځته شوه او دمعلمانو په شمول ددوه سوه پیینځه شپیتو(۲۶۵) کسانو دمړینې او ژوبلیدا سبب شوه له یوې خوا یې دهر انسان زړه دردولی دی اوبلې خوا یې ټول پاکستان په تیره بیا پیښور ښار په ماتم بدل کړی دی .
دپاکستان اکثره خلک په لاسونو کښې دګلونو په نیولو سره د وژل شویو زده کونکوښوونځي ته ورځي چیرې چې ترهګرو دغه کسان وژلي وو .
دپاکستان اکثره خلک چې ژاړي له پوځ او حکومت څخه دطالبانو ډلې دجرړه دایستلو غوښتنه کوي او شاید ویریږي که چیرې پوځ او حکومت له طالبانو ډلې سره دجدي چلند لپاره هغوې تر دباو لاندې ور نه ولي مکمنه ده چې دپیښور دحملې په شان پیښه بیا هم تکرار شي .
مګر دپیښور له حملې مخکې په پاکستان کښې په سلګونو نورې ترهګرې حملې او پیښې نه دي شوي .؟
مګر دپاکستان په شمال کښې دګلګت په لاره کښې دطالبانو ډلې کسانو څو ځله سلګونو شیعه مسلمانان له بسونو کوز نکړل او بیا یې دخپلو میرمنو په وړاندې په ډزو ونه وژل .
ویل کیږي چې دګلګت اویا(۷۰) کسانوچې په کوهستان سیمه کښې طالبانو ترهګرې ډلې له بسونو کوز کړي وو ځانونه سیند ته وغورځول او ووژل شول .
مګر طالبانو په جوماتونو، امامباړو ، او دفټبال او والي بال په لوبغالو کښې په ځان وژونکو حملو کښې دښځو په شمول په سلګونو کسان ټوټې ټوټې نکړل ؟او که چیرې هغه وخت چاره لټول کیدله نن به د پیښور د حملې په شان دپیښې کتونکي نه وو .
پردې اساس دپاکستان مظلوم خلک په تیره بیا میندې که چیرې نن له پوځ اوحکومت څخه د طالبانو دختمولو غوښتنه کوي باید خبره یې واوریدل شي او دهغوې په غوښتنې عمل وشي چې داډول پیښه بیا تکرار نشي .
خو له بلې خوا له دغه ټول غم او درد سره سره چې نه یوازې یې دپاکستان بلکې د سیمې خلک او دهر انسان چې زړه لري دردولي دي .
دپاکستان دپیښور پیښې د پاکستان سیاسي ، پوځي او مذهبي تیت پرک مشران چې له یوبل سره سخت اختلافات لري دخبروپه میز راټول کړل او په یوه(۱) غږ او هیڅ اختلاف پرته یې دطالبانو د جرړه دایستلو غوښتنه وکړه .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال راحیل شریف هم دجاسوسي ادارې ايي ایس ايي (ISI) له مشر جنرال رضوان اختر سره یوځاې په تیرې چهارشنبې ورځ کابل ته بیړنی سفر وکړ او دافغانستان له لوړرتبه چارواکو یې وغوښتل دپاکستان دطالبانو پرضد چې داسلام اباد د چارواکو په وینا دافغانستان په ختیځ کښې پټ دي ددواړو هیوادنو ګډ عملیات ترسره شي .
تراوسه معلومه نه ده چې دپاکستان دغه غوښتنې ته دافغانستان ځواب څه وو؟ خو افغان ولسمشر اشرف غني په ظاهر له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار کړی دی .
حقیقت دادی افغانستان چې کابو څلویښت(۴۰) کاله کیږي له ترهګرۍ او جنګ څخه کړیږي حتما د زړه له کومې غواړي ترهګرۍ ختمه شي خو د افغانستان د ستراتژیکو مطالعاتو دمرکز مشر غلام جیلاني ځواک په وینا چې له تهران راډیو سره یې مرکه کوله افغانستان هم دپاکستان دغوښتنې په مقابل کښې یو شمیر ملاحظات لري .
غلام جیلاني ځواک وویل که چیرې پاکستان دافغانستان په ختیځ کښې دپاکستان دطالبانو پرضد د ګډو عملیاتو غوښتنه کوي نو بیا دغه ګډ عملیات باید دپاکستان په خاوره کښې د افغانستان د طالبانو ډلې دمرکزونو او دغه راز دافغانستان په جنوب کښې هم کښې ترسره شي .
دافغانستان د ستراتژیکو مطالعاتو دمرکز مشر غلام جیلاني ځواک دغه راز کابل ته د پاکستان دپوځ دمشر جنرال راحیل بیړني سفر ته په اشارې سره وویل دغه سفر ډیر سیاسي او تبلیغاتي اړخ لرلی دی او راحیل شرف غوښتل ددنیا په خلکو دغه خبره ومني چې پاکستان له ترهګرۍ سره هیڅ ارتباط نلري او داسې القا کړي چې ټول ترهګر په افغانستان کښې دي په داسې حال کښې دا پاکستان دی چې دترهګرو امن ځای او مرکز دی .
غلام جیلاني ځواک وویل که چیرې دپاکستان دطالبانو څو مشران دافغانستان ختیځ ته تښتیدلي دي دکابل حکومت هلته په خپله له افغان طالبانو سره دجنګ په حال کښې دی او حکومت په ډیرو سیمو کنټرول نلري .
دافغانستان دستراتژیکو مطالعاتو دمرکز مشر غلام جیلاني ځواک وویل خدای پاک ج دې وکړي چې دپیښور حمله سبب شي دپاکستان پوځ د افغانستان په هکله خپله ستراتژۍ بدله کړي چې په افغانستان، پاکستان او سیمه کښې د ترهګرۍ جرړه ختمه شي .
خو غلام جیلاني ځواک دامریکا اصلي ماهیت ته په پام سره چې په افغانستان کښې دجنګ ددوام غوښتونکي ده په ډیرې ناهیلۍ سره اعتراف کوي چې پاکستان د امریکا په استعماري او غلطو سیاستونو روان شوی دی او فکر کوي له امریکا سره په یوځاې کیدا سره ممکنه ده په افغانستان کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي خو دا دپاکستان کچه او خام خیال دی ځکه که چیرې امریکا په سیمه کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي نو دواشنګټن لومړنی هدف به پاکستان وي .
په څو ټکو کښې دغه بحث په دې توګه راټولولی شو چې دپاکستان په داخل کښې وژلې دامریکا دستراتژۍ برخه ده چې پاکستان دهغې برخه ګرځیدلي ده او که چیرې داسې وي نو دطالبانو دجرړه دایستلو لپاره د پاکستان د پوځ دادعاګانو په هکله هیله من نشو کیدلای .
Add new comment