دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم یو بل جومات هم ړنګ کړو

دبحرین ال خلیفه رژیم د فرقه اي سیاستونو دسختولو په چوکاټ کښې دشیعه مسلمانانو یو(۱)بل جومات ړنګ کړ .
زمونږ خبریال وايي دبحرین دال خلیفه دیکتاتور رژیم مامورانو پرون د شیعه مسلمانانو پرضد د توپیرناک سیاست په دوام کښې دمنامې په لویدیځ کښې د اهل تشیع الوطیه جومات دهغه د زړوالي په پلمه ړنګ کړ .
دبحرین الجعفریه اوقاف ادارې دغه پیښې ته په غبرګون کښې وویل دالوطیه جومات ړنګول د شیعه مسلمانانو له عقیدو سره د مقابلې او په هیواد کښې د مذهبي او فرقه اي شخړو دسختولو لپاره دبحرین درژيم دسیاست ددوام ښودنه کوي .
دغه ادارې ویل دجوماتونو ړنګول د بحرین د شیعه مسلمانانو د سزا کولو په هدف سره دي .
دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم پرضد پراخې مظاهرې کوي او دازادو انتخاباتو له لارې دیوه(۱)خپلواکه حکومت دجوړیدا غوښتنه کوي .
په بحرین کښې په ۲۰۱۱ میلادي کال کښې د ولسي انقلاب په شروع کیدا سره ال خلیفه رژیم تراوسه څلویښت(۴۰) جوماتونه ړنګ کړي او یو جومات یې په پارک بدل کړی دی .

Add new comment