ایران دسیمې مشکلاتو له حل کولو سره مرسته کولای شي
د ایران دنظام دمصلحت دپیژندنې دټولنې دستړاتژیکو څیړنو دمرکز مشر ویل ایران دهیوادونو په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې پرته داسلامي دنیا دوحدت دساتلو او دسیمې دمشکلاتو دحل لپاره له خپل ټول توان او ظرفیت څخه ګټه پورته کوي .
دایران د نظام دمصلحت دپیژندنې د ستراتژیکو څیړنو دمرکز مشر علي اکبر ولایتي له فارس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل دایران اسلامي جمهوریت هیڅ کله په کوم خپلواکه هیواد باندې د سلطې دموندلو کوشش نه دی کړی او تر دې چې دایران اسلامي قانون اسلامي جمهوریت دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې منع کوي .
ولایتي په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اسلامي جمهوریت دسیمې په ډیرو حکومتونو او هیوادونو کې دخلکو له مختلفو ډلو سره له ډیرو ښو اړیکو دبرخوریدا په دلیل دغه توان لري چې دمشکلاتو له حل سره مرسته وکړي او ډاګینه یې کړه دا دنفوذ د کلام په معنا نه ده یعني ایران په داسې موقعیت کښې دی چې دمشکلاتو له حل کولو سره مرسته کولای شي .
Add new comment