ايراني فېلسوف ابونصر محمد فارابي(01)

فارابي په قزاقستان يا افغانستان کښې د فاراب په ښار کښې دنيا ته راغے او په دمشق ښار کښې وفات شو او هم هلته کښې ښخ کړے شو، ټول ايراني او بهرني محققان او مورخان د فارابي په ايراني والي کښې شک نۀ لري او د هغۀ د کورنۍ په ايرانيوالي يې تاکيد کړے دے فارابي د ترک والي په اړه د ځينو کسانو ناسمې ادعاګانې د هغه لمن ليک په شمول چې په فارسۍ او سُغدي ژبو يې په خپلو کتابونو ليکلي دی په دقيقو او قانع کوونکو اسنادو او مدارکو سره رد کړې دي. فارابي په مختلفو علومو کښې بې څارے ؤ. ځکه چې د خپلې زمانې د ډېرو علومو په باره کښې يې کتابونه ليکلي دي. هغه د فلسفې راژوندي کوونکے او د اسلامي فلسفې بنسټ اېښودونکے دے. د فارابي له نظره فلسفه مطلق وجود دے.د فارابي فلسفه که څه هم اسلامي ده خو د يوناني په تېره بيا د ارسطو د فلسفې تر تاثير لاندې ده.
د فارابي له نظره فلاسفر د ټولنې مشر وي او لکه چې خداے پاک کائناب چلوي نو فلاسفر هم د ټولنې چارو ته نظم او ضبط وربخښي. فارابي سياسي فلسفې ته زياته پاملرنه کړې ده. هغه يو داسې فلاسفر دے چې زياتې اجتماعي او سياسي انګيزې لري او همدغه چاره د دې سبب شوې ده چې د اجتماعي او سياسي مسائلو ترمېنځ فلسفي رشتې پېدا او په دې زمينه کښې مختلف اثار وليکي. د فارابي له نظره سياست په دوو يعنې اخلاقي او مدني برخو وېشل کيږي. د اخلاقي سياست بنياد په خداے محورۍ او په قيامت او وحي باندې په اعتقاد باندې ولاړ. همدارنګ د مدني سياست بنياد د ملت د وګړو اجتماعي ضرورت، تعاون او د هغوي مشارکت بولي. په زړۀ پورې دا ده چې فارابي مدني نېکمرغي له اخلاقي سياست سره د هغې د سمون والي په وجه بولي. د ايراني فلاسفر ډاکټر ابراهيمي ديناني په باور: ((فارابي په اجتماعي مسائلو او د هستۍله مبداء سره د اجتماعي مسائلو په ارتباط کښې د ژوند انګېزه لري. د هغۀ تفکر له فېزېکس څخه مېټا فېزېکس يعنې ماوراء الطبيعت ته او له مېټا فېزېکس څخه فزېکس ته سېر و سفر دے. په همدې وجه دي چې هغه کلتوري فلاسفر ګڼل شوے دے.))
فارابي کلتوري انګيزه لري او دغه انګېزه د هغۀ په ډېرو اثارو کښې ليدل کيږي. ټولو مسلمانو حکماو د اجتماع او ټولنې په باره کښې يو ډول خبرې کړي دي خو تر اوسه هيڅ يو فلاسفر د اسلامي نړۍ په دغو څوارلسو پېړيو کښې د اجتماعي مسائلو په باره کښې د فارابي هومره خبرې نۀ دي کړې.
ويل شوي دي چې فارابي د مختلفو علومو په څانګو کښې له سلو نه زيات کتابونه تاليف کړي دي او د نړۍ خلقو ته يې په يادګار پرېښودي دي. فلسفه، منطق او مابعدالطبيعت د فارابي د اثارو او افکارو درې مهمې او محوري څانګې بللې شوو.
د فلسفې په څانګه کښې پکار دي ووايو چې فارابي وړومبنے مسلمان فلاسفر دے چې په ډېر رنځ او کړان سره يې د ارسطو او افلاطون زياتره اثار په کامله توګه درک کړل او په خپلو کتابونو او رسالو کښې يې د هغو شرح، تفسير او نقد بيان کړ. د دغو فلاسفرانو له اثارو سره د نړۍ بيا اشنائي په حقيقت کښې د ابونصر فارابي د پوهې او کوشش په وجه ده. هغۀله يوناني فلسفې سره مينه پېدا کړه خو خپله د تجربي، ازمېښت او تعقل خاوند ؤ او يوازې يې د يوناني استادانو په الفاظو او عبارتونو بسنه نۀ ده کړې. هغۀ په فلسفې سره يو داسې عالَم وړاندې کړے دے
چې که څه هم د افلاطون او ارسطو له دنيا سره ورته والي لري خو پکار نۀ دي پکې اشتباه وکړوو.
فارابي فلسفه له يونانيانو څخه زده کړه، خو دغې فلسفې د فارابي په تفکر کښې داسې خصوصيتونه پېدا کړل چې له اسلامي تعليماتو سره نااشنا نۀ وو. فارابي په منطق، طبيعاتو، اخلاقو او مابعدالطبيعت کښې د ارسطو او افلاطون نظريات زده کړل، بيا يې هغه د اسلامي فلسفې د نظام په چوکاټ کښې په مناسبه او سازګاره توګه تاليف کړل. د فارابي د تفکر بنياد دا ؤ چې حقيقي فلسفه له يوې نه زياته نۀ ده او د فلسفې ستر استادان په خپلو کښې اختلاف نۀ شي لرلے، ځکه چې د هغوي مقصد يو دے او د يو حقيقت په طلب کښې دي.

Add new comment