د داعش رازونه(1)
دداعش ترهه ګرې ډلې دپټو اوڅرګندو اړخونو په باب د ټولګې په دغه نننۍ برخې کې یو ځل بیا ستاسو خدمت ته حاضر شوي یو څو په دې زمینې کې د دغې ترهه ګرې ډلې د بوږنونکو عملیاتو له پراختیا او دلودیځي حکومتونو ورځنیي ملاتړونو وروسته په سیمې کې د سیاسی بدلونونو او د دغې تکفیری ډلې درامینځةکیدا څرنګوالی وڅيړو . په لومړني پروګرام کې مو د داعش ډلې دتکفیری لیدتوګو او افکارو او د دغې ترهه ګرې ډلې دراپنځیدو دڅرنګوالی په باب درسره وغږیدو او ومو ویل چې ددغې ډلې درسمي موجودیَت اعلان ۲۰۰۶کال ته ګرځي .البته نامه ئې له هماغه پیله داعش نه وه بلکې په عراق کې په تیرو اتو کلونو کې ځينو ترهه ګرو اوتکفیری ډلو سره ایئتلاف وکړ څو په نهایت کې یوه داسې ډله رامینځةکړي چې ځان د شام او عراق اسلامی حکومت (داعش ) ونوموي او دلااله الاا... محمد رسول ا.... په آرم سره د یوه بیرغ په رپاولو سره خپله موخه داسلامی خلافت احیاء اعلان کړي . دغې ډلې په همدې خاطر دخپلو عملیاتو لمن له عراقه سورئې او لبنان ته وغزوله .
داعش ډله له القاعدې چینله بیله شوي او په حقیقت کې دالقاعدې عراقۍ څانګه وه . په ۲۰۱۰کال کې دابوعمر البغدادي په مرګ او د دغې ډلې دمشر په توګه دابوبکر البغدادي په ټاکل کیدو سره په عراق او ورپسې په سورئې او لبنان کې د داعش ترهه ګرو عملیاتو نوي مرحله پیل شوه
دسورئې دشخړې له پيلیدو څو میاشتې وروسته د ۲۰۱۱کال په وروستیو کې د ابومحمد الجولاني : په مشرۍ ؛النصره جبهه : جوړه شوه . د عربستان ، قطر ، ترکیې پشمول ځیني سیمه ایز هیوادونه په سورئې کې له دغې ډلې بشپړ ملاتړونه کوي . دغه جبهې تراوسه پورې ډير زیات غیر انساني ،بوږنونکي وسله وال ترهه ګر عملیات ترسره کړي دي . النصره جبهه او داعش له فکري پلوه یو شان دي او دواړه ځيږ او غړیدلي تکفیری عقاید لري . همدارا ز دغو دواړو ترهه ګرو ډلو له القاعدې چینل سره بیعت کړی ؤ . خو له هغه وخته چې داعش ډلې دخپلو سپیرو موخو د تعقیبولو لپاره سورئې ته خپل ځواک واستاوه . نو له النصره جبهې سره ئې اختلافات پیل شول ، ځکه هرې یوې ډلې مقابل لوری په دغه هیواد کې د خپل موقعیّت لپاره یو ګواښ بالهّ .
په دې مینځومیان کې د ایمن الظواهري په مشرۍ القاعدې چینل هم له سورئې د داعش د وتلو غوښتنه وکړه . دغه دریځ نیونې لامل شوې څو ابوبکر بغدادي د ایمن الظواهري له بیعته او حکمونو له منلو سروغړوي او الظواهري هم د داعش ډلې دړنګیدو غوښتنه وکړه څو د البغدادي دځانمنۍ مخنیوی وکړي .
دوخت په تیریدو سره معلومه شوه چې د القاعدې او داعش ترمینځ اختلافات جرړه ایز دي ،په دې ډول چې ویل کیږي البغدادي له هغو په ګوته شمیر کسانو څخه دی چې په ۲۰۱۱کال مئ میاشت کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته د القاعدې دمشر په توګه له ایمن الظواهري سره بیعت ونکړ. په نهایت کې ئې د ۲۰۱۳کال دفرورۍ په دریمه نیټه د القاعدې ترهه ګر چینل عمومی قوماندې اعلان وکړ چې داعش له دغه چینل سره هیڅ ارتباط نه لري . په دې توګه داعش یوه ترهه ګره او دخپلو موخو دپرمخ بیولو لپاره په ترهه ګرو او تاؤتریخجنو کړنو سره په هماغه تکفیری تفکراتو سره له القاعدې جلاډله رامینځةشوه. داعش له القاعدې چینل سره په پرتله کې لاسرزوري فعالیتونه اوکړچارونه تعقیبوي چې یوډول ددغې ډلې د لومړني مشر ابومصعب زرقاوي میراث دی . د رقاوي سټراټيژي په عراق کې د داخلی فرقه پال چنګ د رامینځةکولو، دعامو شیعیانو وژله ، دشیعه اوسني ترمینځ داختلافاتو درامینځةکولو اوحتی دقبیله وي اختلافاتو درامینځةکولو لپاره هڅه وه چې له هغه وروسته هم دغو ناځوانمردانه رودو دوام وموم .. داعش د القاعدې په څیر هڅه وکړه دخپل ځواک دجذبولو لمن په درستې نړۍ کې پراخه کړي . همدااوس په داعش کې دپنځو واړو براعظمونو وګړي موجود دي .
دلته دافرصت نشته چې له داعش سره دیو ځاي کیدو لپاره د بیلابیلو هیوادونو دښآریزو حقیقي انګیزې وسپړو ، خو په دې زمینې کې دپام وړ ټکی په سورئې او عراق کې له داعش ډلې سره دیو ځای کیدو لپاره د دغو کسانو د لارې په هوارولو کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې دمدعي لودیځوالو حکومتونو رول دی . داڅرنګه کیدلی شي له امریکا او اروپائی هیوادونو په زرګونو کسان له داعش ډلې سره دیو ځای کیدو لپاره له خپلو هیوادونو روانیږي ،خو ددغو هیوادونو استخباراتي او اطلاعاتي ادارې ورځيني نه خبریږي . په امریکاکې د ۲۰۰۱کال دستمبر د یولسمې نیټې له پيښو وروسته ددغه هیوا استخباراتي ادارې سي آئي اې د اروپائي استخباراتي ادارو په ملګرتیاسره دنړۍ له ګوټ ګوټه په لسګونو کسان حتی دیوه بریښنا لیک (ایمیل ) او یا شکمن ټیلیفون په خاطر ونیول . دغه کسان دپلټنو لپاره دنړۍ په بیلابیلو سیمو او اروپائي هیوادونو په بندونو کې واچول شول چې د دغو پټو بندونوایشواکیدا او په هغو کې دبندیانو شکنجه ، وروسته وروسته دامریکا دحکومت او ځينو اروپائي حکومتونو لپاره دسترو رسوایانو لامل شوه . په دې اساس آیا دا دمنلو وړ ده چې دامریکا او دهغې دځينو متحدانو اروپائي همتړونونو حکومتونه له داعش سره دخپلو ښاریزو له یو ځای کیدو بې خبره وي ؟ داسې کسان چې په سورئې او عراق کې ئې دبشریَت په ضد له جنایتونو پرته بل کار نه دی ترسره کړی اونه ئې ترسره کوي .
Add new comment