نوے مسلمان شوے کنېډائي ښاغلے نيل(2)
ښاغلے نيل د هغو کسانو چې په خداے باندې عقيده لري د ژوند د دغه اړخ په اړه وائي:
((د مسلمانانو د ژوند مطالعه زما لپاره زياته عجيبه وه. هغوي مضبوطې او کارجوړوونکې ارادې لري او هيڅ څيز هغوي نۀ شي کمزوري کولې. پوه شوم چې دا له خداے پاک سره د مضبوط تعلق په خاطر دي. اسلام وائي هر انسان کولې شي له خداے پاک سره تعلق او ارتباط ولري او په دغه تعلق سره د مشکلاتو په وړاندې په صبر او مضبوطيه سره ټينګ اودريږي. په کور، اداره، سړکونو او په هر ځاے کښې له خداے پاک سره تعلق ټينګيږي. حتی انسان کولې شي خپل ورځنے کار د خداے پاک د رضا لپاره ترسره کړي او دا له خداے پاک سره يو ډول تعلق دے. کله چې کور ته ځي نو کولې شي د خداے د رضا لپاره کور د کورنۍ د نورو غړيو لپاره د ارامښت او خوشحالۍ ځاے وګرځوي او د نورو په قدرونې او ورسره په روتندي سره خداے خوشحاله او راضي کړي. په دې لړ کښې په دې پوه شوم چې اسلام يو ژوندے او متحرک دين دے چې انسان کار، کوشش او غورځنګ ته رابولي او له بې هدفۍ او چټي توبه يې ژغوري.))
ښاغلے نيل له اسلام او مسلمانانو څخه د دغو وړومبنيو پېژندګليو وروسته ټورنټو ښار ته سفر کوي. هغه دغه سفر په خپل ژوند کښې د عطف يوټکے ګڼي او داسې وائي:
((زما د ژوند د ښکلا جوبن هغه وخت ؤ چې ټورنټو ښار ته مې سفر وکړ. هغه ښار چې بيا زما لپاره خاطره لرونکے شو، البته نه د هغۀ د ليدو وړ ځايونو او ښکلاګانو په وجه بلکې په دې دليل چې دغه ښار ته په سفر سره مې د اسلام مبين دين قبول کړ. کله چې د کېنېډا ټورنټو ته لاړم نو نۀ پوهېدم چې دغه سفر به مې په ژوند باندې څه ژور تاثير وکړي. په دغه ښار کښې له يو مسلمان سره اشنا شوم چې په ما يې زيات تاثير وکړ. په دا ډول چې د هغۀ له لارې مې د اسلام په حقله زيات معلومات حاصل کړل او بالاخره د مسلمانېدو ستر وياړ مې په برخه شو. تۀ به وائې دوباره زېږېدلے يم. نو ځکه مې خپل نوم بدل کړ او مالک محمد حسن نوم مې د ځان لپاره غوره کړ. د خداے ډېر شکرګزار يم چې زۀ يې له مسلمانو کسانو سره اشنا کړم. زۀ د دې لپاره په ښۀ ډول شکرګزاري وکړم، فېصله مې وکړه چې نورو لپاره چې د خپل مسلمانېدو داستان وليکم. اوس زۀ د وياړ او سرلوړۍ احساس کوم او له هر هغه کس څخه چې زما داستان اوري غواړم چې د اسلام د دښمنانو د پړق پړوق نه د ډکو خبرو لېواله نۀ شي او خپله دې د اسلام په لټه کښې شي او له حقيقي مسلمانانو دې د دغه دين قوانين او احکام وپوښتي.))
ښاغلے نيل له دې امله اسلام ته جذب شو چې د هغۀ تعليمات د بشر د ژوند د ټولو اړخونو لپاره ګټور او لار خلاصوونکي بولي. د اسلام خوزنده توب او جامعيت له هغو مواردو څخه دي چې ښاغلے نيل ورته اشاره کوي. هغه باوري دے چې د اسلام تعليمات په دا ډول دي چې انسان له ګوښه والي څخه راوباسي او د اجتماع دننه ته يې راکاږي.. د اسلام يوه ځانګړتيا دا ده چې د ژوند آئين او دستور دے او يوازې په عبادي اعمالو، جومات، اعتکاف او سېر و سلوک باندې تمرکز نۀ کوي. حج، د جَمې او جُمعې نمونځ حتی په عبادي مناسکو کښې د مسلمانانو غونډېدو ته د اسلام د اهميت ورکولو څو نمونې دي.
اسلام هغه دين دے چې د دنيا د ورځني ژوند لپاره يې هم معنوې ګټې ګرځولي دي. لکه دا لارښونه چې د معاش د پېدا کولو لپاره کوشش د خداے په لاره کښې د جهاد په څېر دے. همدارنګ کله کله د ځينو معنوي اعمالو ترسره کول په مادي چارو کښې اغېزمن بولي. د مثال په توګه که د تهجدو د نمونځ د ادا کولو حکم او تاکيد پرې کوي نو ترڅنګه يې فرمائي: د تهجدو د نمونځ په ادا کولو سره مادي او معنوي ښيګړې په خپله برخه کړئ.
ښاغلے نيل د اسلام د ځينو خصوصيتو په باره کښې وائي:
((اسلام يو ژوندے دين دے. نۀ پرېږدي چې انسان يوه ګوښه کښې کښېنيي بلکې هغه اجتماع ته راکاږي. له نورو سره د معاشرت په آدابو کښې يې ډېر غوره احکام ورکړي دي. اسلام روڼ تندي والي او خوش اخلاقۍ ته بلنه ورکوي او په رښتيا يو داسې دين دے چې د انسان ټولو ضرورتونو ته يې ځواب ورکړے دے او د هغو لپاره يې يو لړ احکام وړاندې کړي دي.))
ښاغلي نيل د خپلې وېنا په آخر کښې يو نصيحت کړے دے او داسې وائي:
((البته دا ټکے بيان کړم چې اسلام قبلول ډېره ساده او اسانه چاره ده. د خداے پاک په وحدانيت او د حضرت محمد (ص) په رسالت باندې د ګواهۍ په ورکولو سره په اسلام باندې ايمان راوړي. خو اصلي مسئله دا ده چې د اسلام قوانين په صحيح توګه ياد کړوو او په الهي امتحاناتو کښې سرلوړي ثابت شوو. کېدې شي يو انسان ټول الهي احکام يادکړي او مسلمان شي خو په عمل کښې يې په صحيح توګه ترسره نکړي او نيمګړي يې انجام کړي نو هغه وخت په الهي امتحان کښې نۀ دے کامياب شوے.))
Add new comment