دامریکا دترټولو اوږد جنګ په باره کښې دباراک اوباما چټې خبرې )1(

دامریکا ولسمشر باراک اوباما دخپل هیواد ددریو زرو (۳۰۰۰)عسکرو دهرکلي په دستورو کښې چې له افغانستان څخه ستانه شوي وو وویل په افغانستان کښې زمونږ جنګي ماموریت ختم شوی دی .
دامریکا ولسمشر په دغو مراسمو کښې چې څو ورځې مخکې وشول اعتراف وکړ چې په افغانستان کښې دامریکا ترټولو اوږد جنګ پاې ته رسیدلی دی خو معنا یې دانه دی چې دترهګري جدي خطرونه نور امریکا ته ګواښ نه کوي .
هغه وویل پردې اساس دامریکا یو شمیر عسکر چې شمیر به یې لس زره اته سوه (۱۰۸۰۰)تنه وي دافغان عسکرو د روزنې لپاره په افغانستان کښې پاتې شي .
باراک اوباما دغه راز اعتراف وکړ چې امریکا باید په دنیا کښې ترټولوستر او قوي پوځ ولري ځکه چې دنیا ورته ضرورت لري .
بده به نه وي چې اوس د فینشل ټایمز ورځپاڼې راپور ته اشاره وکړو چې د ځانګړیو او باورې سرچینو په نقل برابر او چاپ شوی دی .
دفینشل ټایمز ورځپاڼې په راپور کښې ویل شوي دي چې په افغانستان کښې د امریکا ترټولو اوږد جنګ د ددغه هیواد لپاره یو(۱) ټریلیونه او سل (۱۰۰) میلیارډه ډالره لګښت لرلی دی .
اوس دغه پوښتنه مطرح ده په افغانستان کښې دامریکا دترټولو اوږد جنګ په ختمیدا سره چې دیارلس(۱۳) کاله روان وو او په دغه دیارلس (۱۳)کلن جنګ کښې د امریکا دیو(۱) ټریلیونه او سل (۱۰۰)میلیارډه ډالرو په لګیدا سره دافغانستان او افغانانو لاسونو ته څه ورغلل .؟
امریکا دیارلس (۱۳) کاله مخکې په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې له خپلو نورو متحدانو سره یوځاې په افغانستان پوځي یرغل وکړ نو څو هدفونه او شعارونه یې اعلان کړي وو چې په دې ډول دي .
(1) دترهګرۍ له مینځه وړل او په ټول افغانستان کښې د امنیت تامینول .
(2) دحقیقي ډیموکراسۍ ټینګول چې ددنیا دخلکو او په تیره بیا د سیمې دهیوادونو لپاره بیلګه ووسي .
(3) دافغانستان بیا رغاونه .
(4) دبې وزلۍ ختمول .
(5) دافغانستان ملي پولیسو او پوځ جوړول چې وکولای شي دخپل هیواد دفاع وکړي .
(6) د کوکنارو د کر ، تولید او دنشه ایزو موادد د قاچاق له مینځه وړل .
اوس دښاغلي باراک اوباما په وینا چې په افغانستان کښې جنګي ماموریت ختم شوی دی دفینشل ټایمز د ورځپاڼې د راپور پراساس چې په دغه هیواد کښې دامریکا یو (۱)ټریلیونه او سل (۱۰۰) میلیارډه ډالره لګیدلي دي ایا دامریکا بره ورکړل شوي شعارونه او هدفونه محقق او پوره شوي .؟ چې په ځواب کښې بایدووایو ددنیا ټول خلک ویني ترهګرۍ نه یوازې په افغانستان کښې ختمه نشوه بلکې دتیر وخت په نسبت زیاته شوي هم ده او نورو هیوادونو ته هم غزیدلي ده او په افریقا کښې د بوکوحرام ، دپاکستان دطالبانو ، داعش ، النصره او طالبانو ته ورته نورې او اړونده ډلې هم جوړې شوي دي او نن دامریکا پوځ په داسې حال کښې له افغانستان څخه وځي چې دافغانستان دملي امنیت ادارې سرپرست رحمت الله نبیل چې دناامنیو دزیاتیدا په ارتباط ملي پارلمان ته ورغوښتل شوی وو په یوې (۱) وینا کښې وویل دافغانستان عسکر په ختیځ کښې په کونړ ولایت کښې د دانګام ولسوالۍ ددفاع کولو لپاره هیلي کوپټرونه او جنګي الوتکې نلري چې وکولای شي په غرنیو سیمو کښې په ترهګرو بمبارې وکړي .
دویلوده چې دافغانستان پوځ هوايي ځواک نلري .

Add new comment