د داعش په خلاف ائتلاف، جدي يا صوري

بيا هم ترهه ګري په مينځني ختيځ کښې د مداخلت لپاره د امريکې او د هغې د اروپائي او سيمه ايزوانډيوالانو لپاره يوه بهانه شوې ده. دا ځل له داعش نومې ترهه ګرې ډلې سره مقابله بهانه ګرځېدلې ده. په تېرو څو ورځو کښې له داعش سره د مقابلې لپاره سعودي عربستان او فرانسه د سيمه ايزواو نړيوالو اقداماتو د غږملولو لپاره د څو لويديځو او عربو هېوادونو او ترکيې د بهرنيو چارو د وزيرانو کوربا وو. له دغو سياسي تحرکاتو مخکې د ملګرو ملتو د امنيت شورا د داعش د دهشتګردانه اقداماتو په غندنه کښې يو پرېکړليک تصويب کړ. د دغه پرېکړ ليک له تصويبه وروسته د ملګرو ملتو عمومي سېکتر بان کی مون د نظر په يوه څرګندونه کښې وويل چې د داعش په خلاف هر اقدام د ملګرو ملتو اجازت ليک ته ضرورت نۀ لري. د بان کی مون دغه د نظر څرګندونه د داعش په خلاف د اقدام لپاره د مختلفو هېوادونو د يو ائتلاف د جوړولو په خاطر امريکې ته د يو شين څراغ په څېر وه.
د داعش دهشتګردې ډلې په خلاف د يو ائتلاف د جوړولو لپاره د امريکې د اقداماتو په حقله زيات ابهامات موجود دي. وړومبے ابهام په تېرو وختونو کښې له ترهه ګرۍ سره په مقابله کښې د امريکې د مخينې او کړچار په حقله دے. د 2001 کال د ستمبر د يولسمې له پېښې وروسته امريکې د القاعدې له دهشتګردانه ګواښونو سره مقابله په افغانستان باندې د حملې لپاره يوه بهانه وګرځوله. د عراق د ډله ايزې وژلې د وسلو د تباهۍ ترڅنګه په عراق کښې د امريکې د فوځي مداخلت يوه بهانه وه.په دغو ديارلس کلونو کښې چې د ستمبر د يولسمې له پېښې څخه تېريږي په افغانستان او عراق کښې د دهشتګردانه اقداماتو اندازه څو برابره شوې ده او ځينونورو هېوادونو ته هم يې لمن غزېدلې ده.په عراق او افغانستان کښې په لکونو تنه او د ستمبر د يولسمې د پېښې د قربانيانو په سلګونو برابره کسان د دهشتګردانه اقداماتو قرباني شوي دي. دا اوس څه پېښه رامنځته شوې ده چې پکار دي له داعش دهشتګردې ډلې سره د مقابلې په خاطر د يو ائتلاف د تشکيلېدو لپاره د امريکې د سياسي او فوځي تحرکاتو په نوي پړاو اعتماد وشي؟ امريکه له ترهه ګرۍ سره په مقابله کښې تل له معلول سره د مقابلې په لټه کښې ده،نه د ترهه ګرۍ د اصلي علتونو او جرړو د اوچولوپه لټه کښې.
په حقيقت کښې امريکه له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره انتخابي او دوه رنګه چلند کوي. په دا ډول ترهه ګري په سيمه کښې د شتون لپاره د امريکې د سياستونو پرمخ بيائلو لپاره ده.
اوسنۍ ترهه ګري په سيمه کښې د تندلاريتوب، تشدد او تکفيري تفکراتو اولاد دے. تندلاريتوب او د تکفيري تفکراتو ترويج په سيمه کښې د امريکې د سلطه ګر موجوديت نتيجې ده. امريکه هيڅکله د مېنځني ختيځ په سيمه کښې له تندلاريتوب سره د مقابلې په لټه کښې نه وه او نه ده. د امريکې واکمنانود خپل سلطه ګر شتون د توجيه لپاره د امريکې له سياستونو سره مخالف هېوادونه تند لاري بللي او هغه يې د سيمې لپاره يو امنيتي ګواښ تبليغ کړے دے. په سيمه کښې د امريکې ايران دښمنه سياستونه په همدې لړ کښې دي. د دې په اپوټه هغه هېوادونه چې د تندلاريتوب په ترويج کښې يې زيات رول لرلے دے د امريکې د سياستونوپرمخ بيائلو لپاره د هغې د لاس اوزار وو او دي. هغه هېوادونه چې په لويديځ کښې د ازادي غوښتنې او ډېموکرېسۍ د مدعيانو هيڅ يو معيار نۀ لري.
د دغو هېوادونو نظامونه قبيله اي او په لويديځ کښې د مېنځنيو پېړيو د نظامونو په طريقه دي. په دغه ډول هېوادونو کښې نۀ د مدني ازاديو او نه د ښاريزي حقوقو څه خبره شته. په سعودي عربستان باندې واکمن نظام او وهابيت، د يو فکري مکتب او دغه نظام ته د رواوالي ورکوونکي مکتب په توګه له دغو هېوادونو څخه دے. د وهابيت تندلاريتوب او د پټو سترګوتعصبات له هيچا نه پټ نۀ دي. په افغانستان او پاکستان کښې القاعده او د طالبانو ډله، په عراق کښې داعش، په سوريې کښې جبهت النصره او په افريقا کښې بوکو حرام او الشباب په وهابيت کښې جرړې لري. دا په سعودي عربستان کښې وهابي علماء دي چې د وهابيت د تفکراتو د مخالفانو د بې رحمانه قتل عام او جهاد نکاح په شان د غېر اخلاقي او د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د تعليماتو په خلاف د ډېرو بدو اعمالو فتوې جاري کوي.
د ستمبر له يولسمې نېټې نه وروسته د امريکې واکمنانو د طالبانو او القاعدې له ډلو سره مبارزه په افغانستان کښې د فوځي مداخلت يوه بهانه وګرځوله. دا په داسې حال کښې وه چې سعودي عربستان د دغو دوو افراطي ډلو فکري، مالي او فوځي ملاتړے او تغذيه کوونکے ؤ. خو امريکې هيڅکله په سعودي عربستان کښې واکمن وهابيت د تندلاريتوب او ترهه ګرۍ د رائجوونکي په توګه نۀ دے ياد کړے. حتی په لويديځو هېوادونو کښې يې د هغوي په تبليغاتو کښې د هغوي لپاره څه محدوديتونه هم نۀ دي رامنځته کړي. لويديځو حکومتونو چې په سر کښې يې آمريکه ده په تېرو درې نيمو کلونو کښې د سوريې د کړکېچ جوړونې په دوران کښې د وهابيت د مکتب له پېروکارو ډلو څخه په ملاتړ سره کوشش وکړ چې په سوريې باندې واکمن حکومت نسکور کړي.
په دغه موده کښې تکفيري ډلو د اسلام په نامه له هيڅ يو جنايت څخه ډډه ونۀ کړه. لويديځو حکومتونو او د سعودي عربستان، قطر اوترکيې په شان د هغوي سيمه ايزو انډيوالانو هم له دغو دهشتګردو ډلو څخه له هيڅ مالي، سياسي او فوځي ملاتړ څخه ډډه ونۀ کړه. له امريکې او اروپائي هېوادونو څخه د ترهه ګرو ډلو زيات شمېر غړي له دغو ډلو سره يوځاے شول. د پام وړ ټکے هم دلته دے چې لويديځو حکومتونو سوريې او عراق ته د دغو کسانو د تګ راتګ او لويديځو هېوادونو ته د ستنېدو لپاره هيڅ ډول محدوديتونه رامنځته نۀ کړل. خو په عراق کښې د داعش لخوا د مسيحي اقليت د يو شمېر کسانو وژلې او د دوو امريکائي خبريالانو قتل ناڅاپه له داعش او د هغۀ له همفکرو ډلو څخه د لويديځوالو ملاتړ کوونکې تګلاره بدله کړه. د لويديځو حکومتونو د تګلارې په بدلېدو سره د سعودي عربستان په شان د هغوي د سيمه ايزو انډيوالانو تګلاره هم بدله شوه.
اوس ناڅاپه داعش په لويديځو پروپېګېنډو کښې د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره په يو دهشتګردانه ګواښ بدل شوے دے او ورسره مقابله يو نۀ انکارېدونکے ضرورت ګڼل کيږي، په دا ډول چې د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د داعش په خلاف يو پرېکړ ليک تصويبيږي. دا په داسې حال کښې دي چې داعش له څو تېرو کلونو راهسې په عراق او سوريې کښې همدغه ډول جنايتونه کړي دي. اوس چې د دغې ترهه ګرې ډلې د جنايتونو لمن غزېدلې ده نو آيا د لويديځو حکومتونو او د سعودي عربستان او ترکيې په شان هېوادونو لخوا د داعش په شان له ترهه ګرو ډلو سره د چلند او د هغوي د تګلارې په بدلون سره پکار نۀ دي چې د داعش په خلاف د نړيوال ائتلاف د جوړولو لپاره د امريکې په تحرکاتوباندې شک وشي؟ ايا په دې باندې باور کولې شوو چې سعودي عربستان او ترکيه او د جدې او پېرس په غونډو کښې نور زيات ګډون کوونکي له داعش او ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره راغونډ شوي دي؟
داعش، جبهت النصره او د طالبانو او القاعدې ډلې د وهابيت د افراطي او متعصبو تفکراتو پېداوار دے او امريکه او د هغې انډيوالان له دې موضوع نه په کامله توګه خبر دي خو هغوي هيڅکله نۀ دي غوښتي چې په سعودي عربستان کښې د وهابيت له واکمن تفکر سره مقابله وکړي. ځکه چې سعودي عربستان د نړۍ ترټولو لوے تېل لرونکے او توليدوونکے او په مېنځني ختيځ کښې د امريکې د سياستونو اجراء کوونکے او د لويديځي وسلو ستر بازار دے. دا د پاکستان په پېښور کښې وهابي مدرسې وې او دي چې د طالبانو او القاعدې د ډلو د کسانو فکرونه بدلوي او د هغوي مالي او فوځي ملاتړ کوي. د وهابيت مدرسې همدا اوس په اکثرو اسلامي هېوادونو او حتی په لويديځو هېوادونو کښې فعالې دي. هر چرته چې دغه مدرسې موجودې دي تکفيري تفکرات، د پټو سترګو تعصبات او د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) له انسان جوړوونکو او عدالت غوښتونو تعليماتو څخه انحرافي مطلب اخېستنې زياتې شوې دي.
امريکه او د هغې انډيوالان د داعش له تره ګرۍ سره د جدي مبارزې په لټه کښې نۀ دي. له داعش سره مقابله د سيمې په هېوادونو کښې د فوځي مداخلت لپاره يوه بهانه ده. په يقين سره ويلې شوو چې له داعش سره د مقابلې لپاره د امريکې په مشرۍ نړيوال ائتلاف به د دهشتګردانه اقداماتو د کمېدو سبب نۀ شي، هم هغه ډول چې په افغانستان او پاکستان کښې د طالبانو او القاعدې ډلو سره مقابلې څه داسې لاسته راوړنه نۀ ده لرلې. له داعش سره د مبارزې لپاره پکار دي د تکفيري او متعصبانه تفکراتو له نشروونکو سره مقابله وشي چې په لويديځو هېوادونو کښې چې په سر کښې يې امريکه ده داسې څه اراده موجوده نۀ ده. امريکه په سيمه کښې خپلې ګټې د مسلمانانو ترمېنځ په اختلاف اچونه او د اسلام د سوله غوښتونکې څېرې په خرابولو کښې لټوي. په همدې دليل پکار دي ووايو چې له داعش سره د مقابلې لپاره د امريکې په مشرۍ د نړيوال ائتلاف جوړېدل صوري او ظاهري او له ترهه ګرۍ سره له مقابلې پرته هدف سره دي. امريکه غواړي له داعش سره د مقابلې په بهانه د مېنځني ختيځ هره سيمه په الوتکو او لرې ويشتونکو توغنديو سره هدف وګرځوي. يو داسې اقدام چې په دې ورځو کښې په پاکستان، افغانستان او يمن کښې د ترسره کېدو په حال کښې دے.

Add new comment