په کربلا کې د شلو میلیونو حسیني پتنګانو راغونډیدل .

کربلای معلی دامام حسین علیه السلام د څلویښتۍ د کلیزې په ورځ د اهل بیتو په تیره بیا د امام حسین علیهم السلام د مینه والو او پتنګانو د یو ځای کیدو ډګر دی او په کربلا کې د شلو لکو زایرانو شتونن په تاریخ کې بې سارې دی .
حسیني زایران سږ کال د نړۍ له شپيتو هیوادونو په تیره بیا ایران ، بحرین، عربستان ، ترکیې پاکستان او د آسیا د ختیځو هیوادونو په کربلا کې راغونډ شول چې د کربلا د تاریخ تر ټولو لویه اجتماع نندارې ته وړاندې کړي.
د امام حسین علیه السلام د عاشقانو لوی سیلاب د حسیني څلویښتۍ په ورځ د کربلا په خاورې سجده وکړه هغه خاوره چې د هغه شخصیت یاد د خلکو په زړونو کې تازه کوي چې له خلکو یې وغوښتل آزاد او غیرتمن اوسئ. د کربلا په خاورې د امام حسین د مینانو سجدې په داسې حال کې تجلي پيدا کړه چې د داعش ترهه ګره ډله او ملاتړي یې د سوچه اسلام څخه په غلط تفسیر سره د مسلمانانو او د اهل بیتو د مینانو او پتنګانو په مینځ کې د درز ا اختلاف په اچولو پسې وو.
داعشیانو د خپلو سپیرو موخو د تحقق لپاره په عراق کې ترهه ګر خوځښتونه سخت کړل چې په خپل خیال په کربلا کې د امام حسین او اهل بیتو دعاشقانو او زړه بایلو زایرانو د شتونه مخه ونیسی.
د مسلمانانو د وحدت په خلاف له توطئو سره سره کربلای معلی د حسیني څلویښتۍ په ورځ د نړۍ تر ټولو لویې خود جوشه غونډې کوربه وه .
د کربلا په ښار کې د حسیني زایرانو د شل میلیوني شتون مهم ټکی دهغوی یو زړه توب او صمیمیت دی او دا خبره ښیي چې دا ښار په پوره امنیت او آرامښت سره د حسیني مینیانو کوربه دی. په کربلا کې د مسلمانانو تر ټولو لویه اجتماع چې په خپله خوښه راغونډ شوې د داعش د ترهه ګرې ډلې او دهغې د ملاتړو په وړاندې یو ډول د طاقت نمایش ګڼل کیږي.
داعش د خپلو ملاتړو په مرسته په عراق کې د مختلفو ډلو تر مینځ داختلاف موخه تعقیقبنله خو په کربلا کې دمیلیوني خلکو شتون د د اعشیانو توطئه شنډه کړې ده .
د کربلای معلی کې د حسیني زایرانو لویه غونډه د مسلمانانو د وحدت نندارې ته وړاندې کول هم ګڼل کیږي او ثابتوي چې هیڅ یو ګواښ د مسلمانانو د یو والي مخه نه شي نیولی.
په دې چوکاټ کې د سني قبایلو مشران له صلاح الدین، نینوا، الانبار او بغداد ولایتونو له حسینی زایرانو سره یو ځای شول او دې اقدام یو ځل بیا ثابته کړه چې د داعشیانوله ګواښ سره سره سنیانو او شیعه په عراق کې په یو صف کې ولاړ دي.
په کربلا ښار کې د میلیوني زایرانو لویې غوندې له اهل بیت عصمت او طهارت سره د حسیني مینه والو حقیقي عشق او مینه نندارې ته وړاندې کړه . دغه لویې غونډې د ترهه ګرۍ ملاتړو ته وښودله چې له اسلامه د داعشیانو تفسیر او اخستون هیڅکله له اهل بیتو او امام حسین سره د عاشقانو او زایرانو مینه نه شي کمولی.
په دې هکله د عراق د مجلس اعلا مشر سید عمار حکیم په کربلا کې د حسیني عزادارانو په ټول کې وویل : د حسیني اربعین په مناسبت په کربلا کې د میلیونونو زایرانو شتون داعش ته روښانه سیاسي پیغام لري او هغه دا چې د اهل بیتو دوستان همیشه له ظلم او ترهه ګرۍ سره مقابلې ته تیار دي.
په تیرو ورځو کې د حسیني څلویښتۍ په مناسبت د حسیني عاشقانو د څو سوه کلومیټره پیاده تګ چې د څلویښتۍ په ورځ کربلا ته پّ رسیدلو سره بشپړ شو او د میلیونونو کسانو غونډه یې جوړه کړه په عراق د واکمن امنیت په برکت ممکن شو د عراق د پوځ، امنیتي او ولسي ځواکونو او پولیسو یو نیمو لکو کسانو د څلویښتۍ په ورځ په کربلا او خواوشا سیمو کې د امنیت د ټینګولو ماموریت په غاړه درلود .
په همدې چوکاټ کې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادی نن په یوې خپرې کړې بیانیې کې د امام حسین عاشقانو او زیرانو ته د تسلیت په وړاندې کولو سره د حسیني څلویښتۍ په ورځ د امنیت په ټینګولو کې د عراق د امنیتي ځواکونو او پولیسو سره دهغوی د ملګرتیا قدرونه او مننه وکړه.

Add new comment