نن دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام اربعین دی

نن دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام اربعین دی

نن د شنبې ورځ د ۱۴۳۶ هجري قمري کال د سفرې دمیاشتې شلمه او د ۲۰۱۴ میلادي کال د دسمبر دمیاشتې دیارلسمه(۱۳) نیټه ده چې د دنیا دشیعه مسلمانانو ددریم (۳)امام او دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت له څلویښتې سره سمون خوري .
حضرت امام حسین علیه السلام د ۶۱ هجري قمري کال د محرم دمیاشتې په لسمه (۱۰)نیټه په ۵۷کلنۍ کښې په کربلا کښې شهید شو .
حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا د پیښې په بیانولو او له مکې کربلا ته دتلو په لاره کښې تر شهادت پورې په صراحت سره ټینګار کاوه زما دحرکت مقصد دیزید داسلامي ضد حکومت رسوا کول او د امر به معروف او نهی از منکر ټینګول او د ظلم په مقاومت مقاومت کول دي او دقران کریم له ملاتړ کولو او دسوچه محمدي اسلام له ژوندي ساتلو پرته بل هیڅ هدف نلرم .
دایران مسلمانو خلکو بیګا د شهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام د څلویښتې(۴۰)په دستورو کښې په جوماتونو او امامباړو او دحضرت امام رضا علیه السلام او دحضرت معصومه س په سپیڅلي زیارتونو کښې په شتون سره د ویر او ماتم دستورې وکړې .
دایران د راډيو او ټیلي ويژن اداره د حسیني اربعین د رارسیدا په مناسبت تاسو ټولو اوریدونکو ته تسلیت وايی

Add new comment