د کربلا په لور د حسیني اربعین د لسو میلیونو زایرانو بې مخینې لاریون

د کربلا په لور د حسیني اربعین د لسو میلیونو زایرانو بې مخینې لاریون

په عراق کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت د کلیزې د څلویښتۍ یا اربعین په مراسمو کښې د ګډن لپاره د کربلا په لور د میلیونونو کسانو د پیاده تګ انځور چاپ کړی او په غټو ټکیو یې لیکلي: د کربلا په لور د حسیني اربعین د لسو میلیونو زایرانو بې مخینې لاریون.
څلور نیم میلیونه یعنې ۴۵ لکه بهرني زیارتوال په د امام حسین علیه السلام د شهادت د چهلم یا څلویښتمې لپاره عراق ته تللي دي.
د حسیني اربعین د مراسمو په رانزدې کیدو او د کربلا په لور د لس میلیونو زیارت کونکو او د امام حسین علیه السلام د مینه والو د تګ په وجه د عراق امنیتي ځواکونو په بغداد، په سویلي ولایتونو او کربلا کښې د ترهګرو د حملو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر غوره کړي دي.
** جمهوري اسلامي په یوبل خبر کښې لیکلي چې په نایجیریا کښې د بوکوحرام ترهګرې ډلګۍ ۲۷ غړي وژل شوي دي.
نایجیریا اعلان کړی چې د دغه هیواد پوځ په بورنو او بائوچي ولایتونو کښې په دوو جلاجلا عملیاتو کښې د بوکوحرام ډې لږترلږه ۲۷ ترهګر وژلي دي.
ورځپاڼې د نایجیریا د دفاعي قومندانۍ د مرکز د ویاند له خولې لیکلي چې په دغو عملیاتو کښې لږترلږه شپږ پوځیان هم ژوبل شوي دي.
هم د دی ورځپاڼې د یو بل خبر سرلیک دی: په سوریه کښې له ترهګرو سره د اسرائیلو د پراخې ملګرتیا په هکله د ملګرو ملتو رپورټ.
ملګرو ملتونو په یو رپورټ کښې د جولان په نیواکي سیمه کښې د سوریې له ترهګرو سره د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو پراخ ارتباط رسوا او ایشوا کړ.
جمهوري اسلامي په یو بل خبر کښې لیکلي چې پاکستان د ایران د ګیس د انتقال د نل لیکې د جوړولو کار ډیر زر پیلوي.
د ایران د اقتصاد وزیر د ایران د ګیس پایپ لایند پروژې د اجرا لپاره د پاکستان د وزیراعظم جدي څرګندونو ته په اشارې سره وویل: په دې لړ کښې ضروري غږملتیاوې شوې دي او د پاکستان په خاوره کښې د دغې نل لیکې د جوړیدو کار به ډیر زر ترسره شي.
علي طیب نیا اسلام آباد ته د خپل کاري سفر په پاې کښې وویل: د ایران او پاکستان ترمینځ د سوداګریزو مبادلاتو اندازه له یو میلیارډ ډالرو کمه ده او دواړه لوري جدي هوډ لرو چې دا کچه په راتلونکو څو کلونو کښې څو برابره لوړه کړو او هڅه کوو چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجاري مبادلاتو اندازه شل فیصده زیاته کړو.
هغه زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیشن په نولسم کمیشن کښې د ګډون لپاره پاکستان ته د ایران د لوړرتبه اقتصادي پلاوي د سفر په دوران کښې د ایران او پاکستان د اقتصادي پلاوو ترمینځ پراخ او رغنده مذاکرات وشول او بلآخره د اقتصادي ملګرتیاو د تفاهم لیک د یو منت په چوکاټ کښې د پریکړو یوه ټولګه او د تفاهم پنځه یاداشتونه د دواړو لورو لخوا تصویب شول او د دواړو هیوادونو مسئولو چارواکو لاسلیک کړل.
** جمهوري اسلامي همداشان (نړۍ، د تشدد او افراط پالنې په خلاف) نومي نړیوال کانفرنس په پاې کښې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف خبره راخیستې چې ویې ویل: له تاوتریخوالي سره په مقابله کښې د ایران لار، عقلانیت دی.
د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ: له تشدد سره مقابله او د سولې او آرامښت د خرابونکي عامل په توګه د هغه پیژندل د ټولو په تیره بیا د سیمه ایزو لوبغاړو دنده ده.
ښاغلي ظریف (د تاوتریخوالي او افراط پالنې په خلاف نړۍ) نومې نړیوالې غونډې په اختتامیه مراسمو کښې وویل: تندلاریتوب او تشدد کومه نوې ښکارنده نه ده او په مختلفو شکلونو او ډولونو کښې یې شتون لرلی دی خو نوی څیز، د تشدد نوي قالبونه او شکلونه دي چې آئیډیالوجي او ټیکنالوجي یې پخپلو کښې سره ګنډلي دي.
د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ: زمونږ د سیمې ځانګړی امتیاز دا دی چې د دې سیمې خلک مسلمان دي او د اسلام دمبین دین روح او تعلیمات د تندلاریتوب، افراط او تشدد خلاف دی.
ګرانو اوریدونکو دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غونډې خبرپاڼې ته د ایران د خارجه وزرات د غبرګون خبر راخیستې او د دې وزارتخانې د ویاندې میرمن مرضیه افخم له خولې یې لیکلي: وړوکی تنب، ستر تنب او ابوموسی درې واړه جزیرې د ایران د خاورې نه بیلیدونکې برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په دوحه کښې د ترسره شوط د فارس خلیج د همکارۍ شورا د ۳۵ سرمشریزې غونډې د خبرپاڼې په غبرګون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د مطرح شویو ادعاو په هکله وویل: په یادو ټاپوګانو باندې د ایران د حاکمیت به هکله د مداخله غواړو دریځونو تکرارول په موجودو حقوقي او تاریخي حقیقتونو باندې هیڅ اغیزه نه کوي.
** د تهران راډيو مینه والو اوس هم کیهان ورځپاڼه ګورو چې دا هم له تهرانه چاپیږي. دې ورځپاڼې د امریکې د استخباراتو د مرکزي ادارې C.I.A لخوا د خلکو د شکنجه کولو د رپورټ په هکله په غټو ټکیو لیکلي چې د C.I.A د شکنجو د رپورټ خپریدو نړۍ په ویره او حیرانتیا کښې ډوبه کړه.
د خبر په دوام کښې لولو چې د امریکې د سینیټ د اطلاعاتو کمیټې وړمه ورځ پس له څلور کلن ځنډ او د C.I.A لخوا په ترهګرو فعالیتونو د شکمنو کسانو د شکنجې د مستنداتو د ډیرو برخو له حذفولو وروسته په دې لړ کښې یو ۴۹۹ مخیز رپورټ خپور کړ. دا رپورټ چې د C.I.A د څه باندې شپږ میلیونو سندونو په څیړنې سره برابر شوی دی، د ۶۸۰۰ مخونو د بشپړ رپورټ خلاصه ده خو همدا کوټلی رپورټ هم د امریکې د امنیتي او اطلاعاتي ځواکونو غیرانساني اقدامات په ښه توګه په ډاګه کوي. هغه اقدامات چې له ترهګرۍ سره د مقابلې او د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یولسمې نیټې د پیښې د عواملو د پیژندنې په موخه شوي دي.
عزیزانو د کیهان ورځپاڼې څو نور لنډ خبرونه په دا ډول دي:
د انګلستان د ایم، آيي-۵ پخوانی افسرې ویلي: په بحرین کښې د انګلستان د پوځي مرکزونو د جوړولو لګښت آل خلیفه رژیم ورکوي.
له بلې خوا داعش ترهګرې ډلې ویلي چې له اسرائیلو سره د جنګ نیت نه لري.
د کتبه شیشاني ترهګرې ډلګۍ مشر په ابوعلي شیشاني چیچني مشهور انس شرکس چې په دې وروستیو کښې یې له داعش ترهګرې او تکفیري ډلې سره بیعت کړی، مدعي شو چې دغې ډلې مخکښې اراده لرله چې د مسجدالاقصی له غصبونکو یهودیانو سره مبارزه وکړي خو څه موده پس یې پریکړه وکړه چې د سوریې له نظام سره جګړه پیل کړي. هغه وویل: مونږ په سوریه کښې د بشارالاسد له نظام سره مبارزه کوو او له یهودیانو سره مقابله زمونږ په ایجنډا کښې نشته.
دغه ترهګر همداشان وویل چې په لبنان باندې حمله او له حزب ا... سره مقابله هک د دوي په پلان کښې موجوده ده.
د داعش ډلې دغه چیچن ترهګر همداشان ادعا وکړه چې د ده ښځه هم په دې وروستو کښې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي له ښځې سره یوځاې نیوله شوې ده.
د امریکې مشهور شناندي نوام چامسکي ویلي: د امریکې خلک پخپل حکومت باندې هیڅ اعتماد نه لري.
آخوا د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د مشرانو غونډه چې وړمه ورځ په دوحه کښې پیل شوه او ټاکل شوې وه چې دوه ورځې به دوام ولري، یوازې په دوو ساعتونو کښې پاې ته ورسیدله.
او یو فلسطیني چارواکي ویلي چې د صهیونیسټي محصولاتو بایکاټ، د اسرائیلو ملا ماته کړې ده.
** ګرانو مینه والو اوس هم ځینې بهرنی ورځپاڼې ګورو.
زیاتره هغه کسان چې په کندهارکې د امریکا د حضور په نتیجه کې بډای شول، اوس له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب نوم دی.
د دې مطلب په یوه برخه کې راغلي چې کندهارد کلونولپاره د بغاوت ضد لویدیځو مفکورو د ازمویلوځای وو.
لیکوال لیکي، د امریکایي ځواکونو لومړې ډله په ۲۰۰۱ کال کې دغه ولایت ته ولاړه او د دې ښارکنټرول یې واخیست.
د ورځپاڼې په لیکنه اوس چې امریکایې او نور بهرني ځواکونه په الوتکوکې له کندهاره ووتل، نو کندهارپه داسې یوه ښاربدل شوی چې خلک یې په هیلو او ویره کې ژوند کوي.
لیکوال زیاتوي په کندهارکې د سولې هیلې کمزوري دي او د ښآر په هره برخه کې په درندو وسلو سمبال پولیس لیدل کیږي.
ورځپاڼه دا هم لیکي، چې د تیرې شاوخوا یوې لسیزې له لاسه تللو فرصتونو په اړه لاهم د مایوسۍ یو احساس شته.
نیویارک ټایمز لیکي، په کندهارکې دا اندیښنه لا هم شته چې ښایې دغه لاسته راوړني په بیړه له لاسه ووځي.
نېشنل جیوګرافیک په یوه مطلب کې د هغه شخصیت پرځانګړنو تبصره کړې چې د دغې نشریي له خوا د ۲۰۱۴ کال د الهام بخښونکي شخصیت په توګه پیژندل شوې.
دغه ډول شخصیت هرکال له هغوکسانو څخه انتخابیږي چې د نړۍ په سطح یو غوره او متفاوت کار وکړي.
نشنل جیوګرافیک د ۲۰۱۴ کال د شخیت نوم شبانه بسیج راسخ یادوي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې په پټه زده کړې وکړې او په ۲۰۰۸ کال کې یې په کابل کې د نجونو لپاره یو داسې ښوونځی جوړکړ چې بېلابېلې سرچینې یې تمویلوي.
نشریه د میرمن راسخ له قوله لیکي چې یوله هغوکسانو څخه ده چې په افغانستان کې د څه باندې دیرش کلنې جګړې څخه د راپورته شویو مذهبي شخړو د کرارولو په راز پوهیږي.
بسیج فکرکوي چې د ټولنې د پرمختګ په برخه کې د ښځو ونډه تر ټولو ارزښتناکه ده.
په کابل کې د هغې په دغه غیرانتفاعې ښوونځي کې چې اداره او منجمنټ ښودل کبږي، نجونو ته د کالج د امادګۍ کورسونه دایریږي اود ښونځیو له فارغینو سره مرسته کوي چې د نړۍ په پوهنتونونوکې زده کړه وکړي.
نشریه د راسخ له قوله لیکي چې هیله لري د پیغلو نجونو دغه نسل به وکولای شي خپل هېواد ته سوله او ثبات راوړي.
دغه ښوونځی ۳۵ زده کوونکي لري چې له ۱۲ تر ۱۸ کلونو پورې عمرونه لري او په پام کې ده دغه شمېره په راتلونکو پنځو کلونوکې ۳۴۰ ته ورسوي.
نشنل جیوګرافیک زیاتوي، راسخ په دې باورده چې د طالبانو په وړاندې د مبارزې ترټولو موثره لاره دا ده چې د افغانستان په تاریخ کې د مشرتابه لپاره د عالي زده کړو لرونکی نسل وروزل شي.
شبانه بسیج راسخ د افغانستان ښځې همداسې ګڼي او باورلري چې دغه میرمنې به دا کار عملي کړي.

Add new comment