طالبانو په ننګرهار کې ۴ ولسی وګړی د خلکو په مخ کې حلال کړل

وسله والو طالبانو دختیځ ولایت ننګرهار په هسکی مینی ولسوالۍ کی دری تنه ملکي وګړي تر برمته کولو وروسته وژلی دی
دننګرهار دوالی ویاند احمدضیا عبدالزی وایی وسله والو طالبانو ددی ولایت دهسکی مینی ولسوالۍ اړوند له ګورګورۍ سیمی څلورتنه ملکی وګړی تښتولی و چې یو تن یی څلور ورځی وړاندی وژلی او دری تنه یی ددوشنبی په ورځ ووژل خو په سیمه کی عینی شاهدان وایی چی دوژل شویو شمیر څلور تنه دی دسیمی یو استوګن محمد عمر غورځنګ وایی چې طالبانو دغه کسان حکومت ته دجاسوسې په تور په عام محضر کی حلال کړل دی وایی چې طالبانو پر همدی مهال دپولیسو یونیفورم اغوستی و دنوموړي په وینا وژل شوی ټول دسیمی وګړی دي او طالبانو دغه کسان په داسی حال کی ونیول چي له غره نه یی خپلو کورونو ته دسون توکی راوړل وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دی

Add new comment