د حُر حماسه د توبې او اميد حکايت
عاشورا يوازې يوه تاريخي واقعه نۀ ده بلکې د انسان جوړونې کلتور دے چې د هغې په مختلفو اړخونو کښې په مطالعې او تدبر سره پکې پټې خزانې موندې شوو. يو داسې کلتور چې د خداے ګران رسول (ص) يې د خداے پاک لخوا بنياد کېښود او د امام حسېن (ع)حماسې او انقلاب هغه له انحراف او کږلېچ څخه په امان کښې وساتۀ. د عاشورا په ورځ د کربلا تاوده زمکه د انسانانو د معراج مرکز ؤ چې د هر يو داستان د فلاح او کاميابۍ يوه لاره ده. هغه امام حسېن (ع) چې د خداے ګران رسول (ص) فرمايلي وو چې د هدايت څراغ او د نجات کشتۍ دے د خلقو ترمېنځ ؤ او ټول يې فلاح او کاميابۍ ته رابلل خو د دښمنانو سختو زړونو د هدايت له دغه نور څخه ګټه نۀ اخېسته،خو په مقابل کښې هغو کسانو چې د روح غوږونه يې خلاص وو حق غوره کړ او مخونه يې هره شېبه د خداے پاک په لاره کښې د شهادت له شوق څخه لا زيات ځلېدل. د امتحان په دغه سخت وخت کښې د هر چا د وجود پټ باورونه او رازونه څرګند شول. هغه کسان چې ځانونه يې مومنان او شايد حتی د پاکو اهلبېتو عليهم السلام مينه وال ګڼل ناڅاپه يې خپلې تورې د اهلبېتو عليهم السلام د قتل عام لپاره له تيکې راووېستې او ځينو هغو کسانو چې د امام حسېن (ع) د مرستې اراده يې نۀ لرله د انتخاب او ازمېښت په سختو شېبو کښې د خداے پاک او د هغۀ د ګران رسول (ص) خوښي او رضا ته د دنيا په هغه هر څه باندې چې ورته وعدې ورکړې شوې وې ترجيح ورکړه او د امام حسېن (ع) په لاره کښې چې هم هغه د حق او عدل او ا نصاف لاره وه شهادت او ابدي کاميابۍ ته ورسېدل.
د تاريخ يو ستر شخصيت او ځوانمرد چې نوم يې د هر انسان په زړۀ کښې د اميد يو بڅرے روښانه کوي حُر بن يزيد رياحي دے هغه چې د کوفې يو ډېر تجربه کار جنګيالے ؤ د کوفې د واکمن ابن زياد لخوا د يو زرو عسکرو په قوماندانۍ وګمارلے شو چې د حسېن بن علي (ع) قافلې ته لاره بنده کړي او هغه د بيعت لپاره ابن زياد ته راولي. امام حسېن (ع) حُر ته يادونه وکړه چې کوفيانو په ډېرو او پرله پسې ليکونو سره خپلې رهبرۍ اومشرۍ ته رابللے يم او اوس که هغوي له خپلې غوښتنې څخه پښېمانه شوي وي نو هغه حضرت به مدينې ته ستون شي او بيا يې قافلې ته د ستنېدو حکم وکړ. خو حر د قافلې د ستنېدو مخنيوے وکړ. البته هغۀ د امام حسېن (ع) احترام کوۀ او حتی له خپل لښکر سره يو ځاے به يې د هغه حضرت په اقتداء کښې نمونځ ادا کوۀ. حُر چې دا تصور يې نه کوۀ چې د دې کار خاتمه به جنګ وي کربلا ته د عمر بن سعد د څو زريز لښکر په رسېدوسره حېرانه شو. هغۀ د کوفيانو لوظ ماتونه، جنګ غوښتنه او د امام حقانيت وليد او ورو ورو يې د زړۀ له سترګو څخه د غفلت پردې لرې کېدې. مهاجر بن اوس چې د هغۀ له قوم څخه ؤ وائي: د عاشورا په ورځ د حُر بدن په لړزا شوے ؤ، ورته مې وويل: ((هيڅکله مې تۀ داسې نۀ وې ليدلے..)) حُر وويل: ((په خداے مې دې قسم وي چې ځان د دوزخ او جنت ترمېنځ وينم، او زۀ جنت غوره کوم که څه هم راته بدن ټوټې ټوټې کړي او وې سوزوي، بيا د امام حسېن (ع) د خېمې لوري ته ورغے په داسې حال کښې چې لاسونه يې په سر اېښودي وو او ويل يې: ((اے خدايه! ستا لوري ته ستون شوے يم، توبه مې قبوله کړې چې ما ستا د دوستانو او ستا د ګران پېغمبر (ص) د خوږ اولاد په زړونو کښې رعب او وحشت واچوۀ.)) او چې کله نزدې شو نو خپل ډال يې د تسلمېدو په معنا نسکور کړ. بيا يې امام حسېن (ع)ته عرض وکړ: ((اے د رسول ا... (ص) فرزنده! له تا قربان شم زۀ هغه کس وم چې درسره مې سختي وکړه او په دې ځاے کښې مې ايسار کړې. آيا زما توبه قبلېدې شي؟ امام وفرمايل: ((هو، خداے دې توبه قبلوي. ((حُر سمدستي د امام په اذن سره د جنګ مېدان ته لاړ او په مېړانې سره له دښمن سره وجنګېد ان تردې چې شهيد شو. امام حسېن (ع) يې سر ته حاضر شو او وې فرمايل، ((تۀ په دين او دنيا کښې ازاد او پتيالے يې هم هغه ډول چې مور دې نوم ((حُر)) کېښود.))
د عاشورا يو ستر درس په هغه صحنه کښې چې حُر وړاندې کړه ليدې شوو. حُر بن يزيد رياحي د امام حسېن (ع) د قافلې مخې ته لاره وتړله او اهلبېت عليهم السلام يې په تنګسه کښې راوستل ان تردې چې د بې رحمودښمنانو په لاسو ښکېل شول، خو کوم څيز د دې سبب شو چې خداے پاک ورته د توبې توفيق ورکړ او کاميابي يې په برخه کړي په داسې حال کښې چې په همدا ډول حالاتو کښې د عمر بن سعد په شان د يزيد د لښکر نورو قوماندانانو داسې توفيق پېدا نۀ کړ.
توبه د ستنېدو او پښېمانۍ په معنا ده. د توبې معنا له ګناه او د خداے له حدودو څخه له تجاوز نه وروسته خداے پاک ته د بنده رجوع کول او له هغۀ څخه اطاعت کول دي. توبه له مهمو ديني تعليماتو څخه ده چې په زياتو آيتونو او روايتونو کښې يې بيان راغلے دے. خداے پاک د سورۀ نور د يو دېرشم مبارک آيت په آخر کښې فرمائي: ((اے مومنانو! ټول د خداے لوري ته توبه ګار شئ، اميد دے چې فلاح بيامومئ.))
همدارنګ امام محمدباقر (ع) د خداے پاک په درګاه کښې د توبې اهميت داسې بيانوي: ((بې له شکه چې خداے د خپل بنده د توبې په وجه د هغه کس له خوشحالۍنه زيات خوشحاليږي چې په يوه توره تياره شپه کښې خپل مرکب او توښه ورکه کړي او بيا يې پېدا کړي.))
د انسان لپاره د توبې اثار زيات دي، منجمله د ګناهونو بخښنه او په اعمالنامه کښې هغه په نېکيو بدلول، د دنيا او آخرت له خوارۍ نه مخنيوے، د روزۍ پراختيا او له ټولو مهم همېشنے سعادت او نېکمرغي.
د توبې اميد ورکوونکے رول او په دې باندې د بنده علم چې د هر انسان لپاره که هر څومره ګناهګار وي پاکۍ او نېکمرغۍ ته د ستنېدو لاره خلاصه پرېښې ده د فرد او ټولنۍ لپاره نفسياتي سلامتيا رامنځته کوي. اوکه انسان ځان د تل لپاره د خداے پاک له رحمت نه نااميده وويني او د ګناهونو د تلافۍ لاره ځان ته تړلې وګڼي نو په مختلفو ککړتياو او ګناهونو کښې به غرق شي.
دا چې ولې ځينې په توبه کولو کښې کاميابيږي او ځينې نه، يو داسې راز دے چې څرګندول يې څه ګران کار نۀ دے. په قران شريف او مبارکو روايتونو کښې د توبې او ستنېدو عبارت د خداے پاک لپاره هم استعمال شوے دے. په دې معنا چې وړومبې خداے پاک د بنده لوري ته ستنيږي او ګوري چې هغه بنده خپلو ګناهونو ته متوجه شي او توبه وکړې شي او د بنده له توبې کولو وروسته خداے پاک د هغۀ درګاه ته د بنده ستنېدنه قبلوی. خوپه بندګانو کښې کوم خصوصيتونه د دې سب کيږي چې د خداے پاک رحمت ، عنايت او د توبې توفيق يې په برخه کيږي؟
له حضرت امام محمد باقر (ع) څخه په يو روايت کښې راغلي دي چې((داسې هيڅ بنده نشته بې له هغه چې په زړۀ کښې يو روښانه نقطه ده چې کله ګناه وکړي يوه توره اوتياره نقطه پکې پېدا کيږي. که توبه يې وکړه نو هغه توروالے له منځه ځي او که ګناه ته دوام ورکړي نو هغه توروالے زياتيږي ان تردې چې سپين و الے پټ کړي او چې هرکله هغه سپين والے پټ شو نو بيا يې خاوند د خېر او نېکۍ لوري ته نۀ ستنيږي.))
نو ځکه په ګناهونو باندې ټينګار، په هغو کښې ډوبيدل او له ګناه نه ځان ساتنې ته بې پامي د توبې د توفيق د سلبېدو يو دليل دے. د حُر په واقعه کښې وينو چې هغه هغه څوک ؤ چې د امام حسېن (ع) په مقابل کښې يې د صف جوړونې باوجود د اهلبېتو او د خداے د ګران رسول د قدرمن نمسي (ع) د حرمت خيال ساتۀ او هغوي يې د هدايت لاره بلله او دا چاره ښودنه کوي چې د هغۀ انساني فطرت ژوندے ؤ او زړۀ يې د ګناهونو په تيارو سره نۀ ؤ تور شوے.
د ګناه توجيه کول هم د دې سبب کيږي چې انسان په خپلې ګناه باندې پښېمانه نۀ شي او ځان يو ډول د ګناه په کولو کښې په حق وګڼي. داسې کس د خداے په درګاه کښې د پښېمانۍ څرګندولو ته ضروت نۀ ويني او له توبې څخه بې برخې کيږي. د کربلا په ماجرا کښې د عمر سعد په لښکر کښې زيات داسې کسان وو چې له يزيد څخه ويره او خپل عاقبتونه يې بهانه کړل. ځينې هغو کسانو چې د امام مرستې ته رانغلل د امام له ظاهري ماتې څخه مطمئن والے بهانه جوړه کړه او له معرکې نه وتښتېدل او په دا ډول يې له هغه حضرت سره د جنګ ګناه توجيه کړه او د تاريخ په ترټولو ستر جنايت کښې شريک وګرځېدل.
د توبې ځنډول هم يو هغه عامل دے چې له انسان څخه فرصت اخلي. د يزيد د لښکر قوماندان عمر سعد له امام حسېن (ع) سره د جنګېدو لپاره دوه زړے او شک کښې ؤ. هغه د دغې فېصلې په دوه لاري کښې څو ساعتونه فکر وکړ او د دې باوجود چې پوهېدۀ کار يې خطا دے له ځان سره يې وويل، امام حسېن (ع) به قتل کړم او چې کله مې د يزيد دنيوي انعامونه ترلاسه کړل نو توبه به وباسم. هغۀ په دې خام خيالۍ سره د کربلا غميزه رامنځته کړه خو هيڅکله يې د توبې توفيق پېدا نکړې شو او له دنيا څخه يې هم ګټه پورته نۀ کړې شوه. خو حُر چې کله د خپل عمل په بدوالي خبر شو نو فرصت يې ضائع نۀ کړ او فوراً يې توبه وکړه او کامياب شو.
نو بس غوره خبره دا ده چې انسان تل الهي تقوا خپله پېشه وګرځوي او ځان د خداے پاک په ياد سره له ګناهونو وساتي او که د غفلت په حال کښې ترې ګناه وشوه نو وړومبي فرصت کښې دې توبه وکړي او د خپلې ګناه تلافي کولو ته دې ملا وتړي.
په يو قدسي حديث کښې راغلي دي چې خداے پاک فرمائي: ((که هغو کسانو ته چې له ما يې مخ ګرځولې دے معلومه وې چې زۀ د هغوي توبې او ستنېدو ته څومره لېواله يم نو هغه وخت به له ډېر شوق او ولولې څخه مړۀ شوي وې.)) حُر هم په رښتيا او خالصانه توګه توبه وکړه او د توبې قيمت يې هم له امام حسېن (ع) سره په ملګرتيا او د خداے په لاره کښې په شهادت سره ادا کړ. او په همدې کار سره خداے پاک هغه په دنيا او اخرت کښې سرلوړے او سرخرو کړ چې د ټولو توبه کوونکو لپاره نمونه وګرځي.
Add new comment