محرم الحرام یا امامانو د غمجنې میاشتی په رارسیدو په مناسبت د ارواښاد قنبر علی خان غزل
محرم الحرام یا امامانو د غمجنې میاشتی په رارسیدو په مناسبت د ارواښاد قنبر علی خان غزل
په عاشور چې نوی کیږي هر یو کال+++جهان ځکه شي دغم په پښو پایمال
چې ماه دمحرم راشي عاشور شي+++دتمام عالم په زړه پریوزي ملال
فلک چین په جبین راوړه له دې غمه+++که دغم صورت پیدا شه له هلال
دا هلال دی چې پیدا شه له شفقه+++که دظلم تورې واخیسته قتال
دا شفق دی دآسمان په مخ لیده شي+++که یې سور شه په ژړا سره رومال
شمس قمردي دآسمان په دامن کښې+++که له پښو دذوالجناح ولویده نال
محرم راغی ماتم شو دحسین+++اور شو پورې جبراییل په پر و بال
ددرګاه مقربان په غم کښې ډوب شول+++اثر وشو په حضرت ذوالجلال
چې به غرقه کارخانه کا سر تر سره+++په دا حال کښې شفیع شه نور دجمال
محمداودعلی نور یې شفیع کړه+++شفاعت وکړنبی دعلی آل
چې دوازده امام ظهور په دنیا وکا+++محمد مهدی ظاهر شی په دنبال
په دنیا کښې انتقام له غیور واخلی+++خیر وشرعمل به ورکا په مثقال
عاقبت به سر نګون په جهنم ځي+++په قیامت اهل نفاق جمع ضلال
دکوثر باده به نوش هغه کسان کا+++چې قربان تر اهل بیت کا سرومال
دقمبرعلی په زړه غم دحسین دی+++په دافکر امیدوار شه دوصال
مدحګو او مرثیه خوان قنبرعلی دی+++برګ سبز لویه تحفه لری مثال
Add new comment