غدير د تاريخ يو ځلانده حقيقت

سورۀ اعراف درې څلوېښتم مبارک آيت کښې لولو چې فرمائي:
((ستائېنه خاص هغه خداے لره ده چې مونږ يې دغو (ټولو نعمتونو) ته لارښونه کړو او که خداے مونږ هدايت کړي نۀ وې نو مونږ به ورته لاره نۀ وه پېدا کړې، بې له شکه زمونږ د پروردګار استازيو حق راوړۀ.)) نن د غدير د اختر د شکرانې په توګه د خداے پاک د شکر په ادا کولو سره  د دغه مناسبت په باره کښې يو مطلب ستاسو قدرمنو دوستانو په خدمت کښې وړاندې کوو.
د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د درويشتو  کلونو په دوران کښې په زياتو زحمتونو او کوششونو سره د اسلام تنکے نيالګے مېوې ته ورسوۀ. د خداے ګران رسول (ص) په دغه موده کښې زيات رنځونه او مصيبتونه وزغمل او د خپلې دندې په ترسره کولو او د رسالت په ابلاغولو کښې يې يوه شېبه هم سستي ونۀ کړه. په هجرت په لسم کال کښې غېبي هاتف ورته خبر ورسوۀ چې ډېر زر به له دې دنيا پرده شې نو ځکه يې پرله پسې کوششونه وکړل چې هغه څه چې د اسلام د مبين دين د سرلوړۍ او د مسلمانانو د ګټې لپاره ضروري دي په کامله توګه ترسره کړي. د جانشينۍ او خلافت مسئله په دغه دوران کښې د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) يوه ترټولو مهمه اندېښنه وه. ځکه چې هغه د خداے وروستے پېغمبر دے او له هغه حضرته وروسته به د خداے پاک لخوا بل استازے رانۀ شي. نو ځکه هغه کس چې غواړی چې له هغۀ وروسته د خلقو سرپرستي او ولايت په غاړه  واخلي پکار دي د خداے پاک اطاعت کوونکے او د انساني  کمالاتو مظهر او نمونه وي او له هر ډول انحراف او کوږلاريتوبه محفوظ وي چې د خداے له ګران رسو ل (ص) نه پس د امت د مشرۍ او رهبرۍ لياقت ولري. له همدې امله د خداے قدرمن رسول (ص) په خپل وروستي حج کښې چې حَجَت الوداع هم ورته ويل کيږي خپل جانشين او ځاے ناستے په رسمي توګه ټولو مسلمانانو ته معرفي کړ. 
په حجت الوداع کښې د خداے دګران رسول (ص) د جانشين او ځاے ناستي د معرفي کېدو واقعه په تاريخي کتابونو او سرچينو کښې په دا ډول راغلې ده چې: د حج د مراسمو له ختمېدو وروسته د خداے ګران رسول (ص) د مدينې منورې په لور حرکت وکړ،کله چې رابغ سيمې ته ورسېد نو هلته په غدير خم نومې ځاے کښې ورباندې جبرائيل امين (ع) نازل شو او د سورۀ مائدې د اوۀ شپېتم مبارک آيت له مخې د خداے پاک لخوا يې ورته داسې پېغام تلاوت کړ: ((اے رسوله! هغه څه چې ستا د پروردګار لخوا په تا نازل شول (خلقو) ته ورسوه....)) د خداے ګران رسول (ص) چې د يوې ډلې خلقو له نفاقه خبر او د اسلامي امت د راتلونکي په اړه اندېښمن ؤ لږ فکرمن شو. دغه وخت جبرائيل امين (ع) په دويم ځل نازل شو او د خداے پاک دا پېغام يې راوړۀ چې فرمائي: ((که دا کار دې  ونۀ کړ نو د هغۀ رسالت دې نۀ دې رسولے.)) دغه وخت د خداے ګران رسول (ص) د مطلب د بيانولو د څه رنګوالي په فکر کښې ؤ چې جبرائيل (ع) يو ځل بيا نازل شو او د خداے پاک پېغام يې راوړۀ چې فرمائي: (( خداے به دې د خلقو (له زيان او اذيته) په امان کښې وساتي، بې له شکه چې خداے د کافرانو ډله نۀ هدايت کوي.))
دلته دا سوال پېدا کيږي چې داسې کوم مهم پېغام دے چې که خلقو ته ابلاغ نۀ شي نو په حقيقت کښې د خداے ګران رسول (ص) خپل رسالت نۀ دے ترسره کړے؟ کوم داسې مهم ټکے بايد وويل شي چې خداے پاک د هغۀ د ابلاغولو لپاره له خپل رسول (ص) څخه اندېښنه لرې کړي او ورسته اطمينان ورکوي چې  هغه به د خلقو له زيان  څخه په امان کښې ساتي؟ البته د خلقو له زيان څخه مراد بدني او مالي وغېره زيان نۀ دے، ځکه چې د خداے ګران رسول (ع) تر ټولو زيات زړۀ ور او مېړنے ؤ او د جنګ په مېدانونو او د نښتو په اوج کښې يې په زړۀ کښې هيڅکله ويره نۀ پېدا کېده. د هغه حضرت ويره د ځينو هغو کسانو لخوا چې په جهالت او دوه رنګۍ کښې ګېر شوي وو د دين د اصل د زيانمن کېدو په خاطر وه. د خداے ګران رسول (ص) د خداے پاک د فرمان د عملي کولو لپاره د غدير خم د ځاے د سوزوونکې او ستړې کوونکې ګرمۍ باوجود حکم ورکوي چې ټول حاجيان دې هلته کښې ايسار شي. کله چې ټول راغونډ شول نو د خداے ګران رسول (ص) پاس اوچت ځاے ته  اوختۀ او د خداے حمد او ثنا له بيانولو وروسته فرمائي: ((تر اوسه جبرائيل راباندې درې ځل نازل شوے دے او د خداے پاک لخوا يې راته حکم کړے دے چې په دې سيمه کښې دمه وکړم او د هغۀ رسالت خاتمې ته ورسوم.آيا زۀ ستاسو له خپل ځانه زيات په تاسو باندې حق نۀ لرم؟ ټولو ځواب ورکړ، هو، د خداے ګران رسول (ص) دوام ورکړ، آيا زۀ ستاسو پېغمبر او رهبر نۀ يم؟  او بيا هم ټولو دغه خبره تائيد کړه. بيا د حضرت امام علي (ع) لاس  نيسي او اوچتوي يې او فرمائي: ((د هر چا چې زۀ ولي او سرپرست يم نو بس دا علي د هغۀ سرپرست او ولي دے.)) مورخانو هلته د راغونډ شويو خلقو شمېر  د اتيا زرو او  يو لک شلو  زرو ترمېنځ ذکر کړے دے. له دغې واقعې نه وروسته د سورۀ مائدې دريم مبارک آيت هم نازل شو چې فرمائي: ((نن کافران ستاسو له دين څخه مايوس شول، نو ځکه ترې مۀ ويريږئ او زما (له مخالفت) نه وويريږئ. نن مې ستاسو دين کامل کړ او خپل نعمتونه مې په تاسو باندې تمام کړل او اسلام مې د همېشني دين په توګه ستاسو لپاره غوره کړ...)) دغه مهمه واقعه د کفارو د مايوسېدو سبب شوه. هغه کسان چې د خداے د ګران رسول (ص) د رحلت په انتظار کښې وو چې د الهي رهبر د نيشتوالي په صورت کښې به خپل سپېرۀ مقاصد عملي کړي. خو د غدير په واقعه کښې د حضرت علي (ع) چې د پېغمبر اکرم (ص) په شان د مېړانې، پوهې، صبر او پائېدارۍ له خصوصيتونو  څخه برخور ؤ د جانشينۍ په اعلانولو سره د کافرانو اميد په نااميدۍ بدل شو. دغې سترې واقعې وښودله چې د اسلام له نظره د اسلامي امت واکمن او رهبر پکار دي يو صالح، عالم، مدير، کارپوه او زړۀ سواندے وي او هر کس دغه مهم الهي پوسټ باندې نۀ شي ګمارل کېدې.
البته د خداے د آخري پېغمبر (ص) جانشيني او خلافت دومره مهم او حياتي ؤ چې د غدير له واقعې نه مخکې هم ورته په مختلفو وختونو کښې اشاره شوې وه. په حقيقت کښې د خداے ګران  رسول (ص) له هم هغې ورځې څخه چې د خداے پاک لخوا يې ماموريت ترلاسه کړ چې خپل خپلوان او نزدې کسان په څرګنده اسلام ته راوبولي او د خپلې جانشينۍ مسئله مطرح کړي. د خداے ګران رسول (ص) اسلام ته د خپلو اقوامو او خپلو خپلوانو له رابللو وروسته هغوي ته داسې وفرمايل: ((اے د عبدالمطلب اولاده، په خداے مې دې قسم وي چې د عربو ترمېنځ داسې څوک نۀ پېژنم چې د خپل قوم لپاره يې له هغه څه نه چې ما ستاسو لپاره راوړي دي راوړي . بې له شکه ما ستاسو لپاره د دنيا او آخرت خېر راوړے دے او خداے پاک راته فرمان راکړے دے چې تاسو د هغۀ لوري ته راوبولم. نو په تاسو کښې کوم کس چې په دې کار کښې له ما سره مرسته او ملګرتيا وکړي هغه به ستاسو ترمېنځ زما ورور، زما وصي او زماجانشين وي.))
په هم دغه غونډه کښې حضرت علي بن ابيطالب (ع) سره له دې چې زلمے ؤ د خداے ګران رسول (ص) ته خپله وفاداري اعلان کړه او وې ويل د پېغمبراکرم (ص) د ماموريت په ترسره کولو کښې به ورسره مرسته او ملګرتيا وکړي؟ په دا ډول په دغه غونډه کښې هغه د خداے دګران رسول (ص) د جانشين په توګه معرفي شو. له دې وروسته هم مدينې منورې ته د پېغمبراکرم (ص) له هجرت نه په ورپسې کلونلو کښې دغه مطلب په دومره اندازه تکرار شو چې وېلې شوو چې د مدينې منورې ټول خلق د امام علي (ع) له جانشينۍ څخه خبره وو.
د غدير واقعه زياته مشهوره ده او هيڅوک دغه مهمه تاريخي پېښه نۀ شي تکذيبولې.د اسلامي نړۍ نامتو عالم سيد مرتضی علم الهدی په  دې باره کښې ليکي: ((که څوک د دې خبر د صحت لپاره دليل وغواړي نو د هغه کس په شان دے چې د خداے د ګران رسول (ص) د مشهورو غزاګانو او حالاتو د خبر د صحت لپاره دليل غواړي او داسې ده چې تۀ به وائې په اصل کښې په حجت الوداع کښې شک لري، ځکه چې دغه ټول د شهرت له لحاظه په يو مرتبه کښې دي.)) سني بزرګانو هم د غدير خم مبارک حديث په مختلفو طريقو سره نقل کړے دے. د نمونې په توګه له څلورو سني امامانو څخه امام احمد بن حنبل په خپل ((المسند)) کتاب کښې د خداے د ګران رسول (ص) له يو صحابي زېد بن ارقم څخه نقلوي چې وې ويل: ((له رسول اکرم (ص) سره په خُم نومې يوه دره کښې راغونډ شوو نو راته يې د نمانځۀ حکم راکړ، د ماسپښين نمونځ مو له هغه حضرت سره ادا کړ بيا يې يوه خطبه ورکړه او په داسې حال کښې چې يو ټوکرې يې په ونه کښې زوړنده کړے ؤ چې هغه حضرت يې ترسيوري لاندې وي چې سوزوونکې نمر پرې کم ولګي، وې فرمايل: آيا تاسو ته نۀ ده معلومه؟ آيا ګواهي نۀ ورکوئ چې زۀ له هر مومن څخه خپله له هغۀ نه زيات په هغۀ حق لرم او ترې اولی يم؟ ټولو وويل: هو، وې فرمايل: زۀ چې د چار مولا يم دا علي د هغۀ مولا دے، اے خدايه! هغه چا سره مينه وکړې چې له دۀ (يعنې علي) سره مينه کوي او دښمني ورسره وکړې چې څوک له دۀ سره دښمني کوي.))
حاکم نيشابوري هم له دوو سترو سني کتابونو يعنې بخاري او مسلم څخه نقلوي: ((کله چې د خداے ګران رسول (ص) له حجة الوداع نه راستون شو نو د غدير خم په مقام کښې راکوز شو او حکم يې وکړ چې خلق دې تر ونو لاندې راغونډ شي. بيا يې وفرمايل: زر به مې خداے ځانته راوبولي او زۀ به يې هم دعوت قبول کړم. بې له شکه ما په تاسو کښې دوه ارزښتناک څيزونه پرېښي دي چې يو له بل نه لوے دے: يو د خداے کتاب او بل زما عترت او اهلبېت، نو ګورئ چې له ما نه وروسته له دوي سره څه سلوک کوئ. بې له شکه چې دغه دواړه هيڅکله له يو بله نۀ جدا کيږي ان تردې چې د کوثر په حوض کښې ما ته راشي. بيا يې وفرمايل، خداے پاک زما مولا او زۀ د هر مومن مولا يم. بيا يې د علي لاس اوچت کړ او وې فرمايل، د چا چې زۀ مولا يم دا علي د هغۀ مولا دے. اے خدايه! له هغه چا سره مينه وکړې چې د دۀ ولايت ومني او له هغه چا سره دښمني وکړې چې له دۀ سره دښمني وکړي.))
د ترمذي، ابن ماجه، ابن عساکر، ابن نعيم، ابن اثير، خوارزمي، سيوطي، ابن حجر، هېثمي، غزالي،او بخاري په شان ډېرو نورو سترو سني عالمانود غدير واقعه په خپلو کتابونو کښې نقل کړې ده.
سني عالم ابو سعد مسعود بن ناصر سجستاني په خپل الدراية فى حديث الولايه" نومې کتاب کښې له پېغمبراکرم (ص) څخه دغه مبارک حديث د يو سل او شلو اصحابانو له لارې نقل کړے دے.
د دغو استناداتو له مخې دغدير مبارک حديث دومره مضبوط او يقيني دے چې هيڅوک ترې انکار نۀ شي کولې او حقانيت يې نۀ شي پټولې. مصري ليکوال او محقق عبدالفتاح عبدالمقصود په خپل امام علي (ع) نومې کتاب کښې ليکي: ((د غدير حديث بې له شکه هغه حقيقت دے چې د باطل ښکار کېدې نۀ شي او لکه د رڼا ورځې ځلانده او روښانه دے.))

Add new comment