دامریکا حکومت ادعا وکړه دایران وړاندیز یې رد کړی دی

سپینې ماڼۍ ادعا وکړه امریکا دایران داټومي پروګرام په باره کښې دنرمښت  په وړاندې له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې لپاره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په باره کښې دایران وړاندیز رد کړی دی .
رویټرز خبري اژانس له واشنګټن څخه راپور ورکړ دامریکا دسپینې ماڼۍ ویندوی جوش ارنیسټ پرون په دې ادعا سره چې دایران چارواکو  دتهران د اټومي پروګرام په باره کښې د نرمښت دښودلو په وړاندې له داعش سره  په مبارزې کښې دامریکا او ایران ترمینځ د ملګرتیا لپاره یو شمیر وړاندیزونه مطرح کړي دي وویل مونږ دغه و ړاندیزونه    نه دي منلي .
دامریکا دغه  ادعا په داسې حال کښې مطرح شوي دي ه چې دایران چارواکو مخکې دداعش پرضد دائتلاف دجوړولو لپاره دامریکا دکوشش په شکمن بللو سره په داډول ائتلافونو کښې له ګډون سره خپل مخالفت اعلان کړی دی .
امریکا په داسې حال کښې له داعش سره دمبارزې ادعا کړي ده چې په  تیرو دریو(۳) کلونو کښې یې  د ځینو عربو او لویدیځو هیوادونو په مرستې سره په ښکاره  په سیمه کښې د النصره جبهې او داعش په شمول دترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی .

Add new comment