د داعش په وړاندې د امریکا اقدامات نمایشي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د انقلاب د ساتندویه ځواکونو عمومي قوماندان سردار سرلښکر محمد علي جعفري نن وویل داعش د نړیوال استکبار په وړاندې د اسلامي نړۍ د توان کمولو په موخه یو حرکت دی
هغه زیاته کړه که ایران د داعش په وړاندې د عربي او غربي هیوادونو ائتلاف ته وربلل شوی هم وای ګډون به ېې په کې نه ؤ کړی ځکه امریکا له دې ائتلاف د خپلو موخو لپاره کار اخلي . سردار جعفري وايي امریکا ځکه اوس د داعش په وړاندې ایتلاف جوړوي چې پوهیږي یوه ورځ به په دوی پسې هم ورځي او نور نه شي کولای د امریکا موخې پوره کړي.
سردار جعفري ومنله چې د آمرلي ښار د محاصرې د ماتولو په عملیاتو کې د سپاه پاسداران ځواکونو هم ونډه درلوده خو زیاته ېې کړه په دې عملیاتو کې د ایران رول مستشاري ،ملاتړیز او فکري سلا مشوره وه او د عراق فوځ او د وطني دفاع غیورو عسکرو وکړای شول د حمیرن ستراتژيکې لوړې ونیسي .
نوموړی وايي دې عملیاتو د داعش په ماته کې برخلیک ټاکونی رول درلود. د سپاه پاسداران عمومي قوماندان وویل په سوریهکې د امریکا له فوځي مداخلې موخه د دې هیواد د حکومت له منځه وړل دي هغه وویل که څه هم موږ په سوریه کې مستقیه فوځي مداخله نه لرو خو د دې هیواد پر ضد هر ډول فوځي اقدام غندو
Add new comment