امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې صداقت نلري
دسیاسي مسایلو شناند له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې لپاره د ائتلاف دجوړولو لپاره دامریکا فیصله سیاسي دوکه ورکول وباله او تینګار یې وکړ امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې صداقت نلري .
دامریکا دسیاسي چارو کارپیژاند پوال شلډن فوت نن زمونږ خبریال ته وویل امریکا او دداعش ضد ائتلاف له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې صداقت نلري ځکه چې هغوې یو وخت په خپله ددغه ترهګرې ډلې اصلي ملاتړي وو .
هغه زیاته کړه دداعش ضد دامریکا دائتلاف ملاتړو یو وخت ددغه ترهګرې ډلې ملاتړ کاوه خو ددغه ډلې کنټرول زر دداعش دسیمه ایزو ملاتړو له لاس څخه ووت او هغوې اوس په تور فهرست کښې ددغه ډلې د شاملولو ادعا کوي .
هغه دداعش ضد ائتلاف له جوړولو دامریکا هدف په سیمه کښې خپلو هدفونو ته رسیدل وباله او ډاګینه یې کړه امریکا او صهیونیسټ رژيم چې دغه ترهګره ډله يې دسوریې حکومت ته د ګوزار ورکولو لپاره جوړه کړه او ملاتړ یې ترې وکړ نور دهغې دکنټرول وس نلري .
دامریکا دسیاسي مسایلو کارپيژاند تینګار وکړ داعش ترهګره ډله نن سبا خپل پوځي او مالي ضرورتونه په ترکیې او اروپا دنیول شویو سیمو د تیلو دخرڅولو او ددغو سیمو دبانکونو د پیسو د چورتالان کولو له لارې تامینوي او په همدې علت نور دامریکا، اسرایلو او دهغوې عربو متحدانو مرستې ته ضرورت نلري .
داعش ترهګره ډله سعودي عربستان دامریکا ، انګلستان، فرانسې ، ترکیې ، اردن، اسرایلو ، قطر او ځینو نورو عربو او اروپاي هیوادونو په مرستې سره جوړه کړي ده او دغه ډله هم په ښه ډول دامریکا ، اسرایلو او سعودي عربستان هدفونه پرمخ بیايي .
Add new comment