د انقلاب د معظم لارښودوینا
د انقلاب معظم لارښود ټينګار وکړ اوسني بدلونونه د امریکا او اروپا له خوا د رامنځته شوي نړیوال نظام د بدلون او د نوي نظام د رامنځته کیدا ښودنه کوي.
حضرت آيت الله العظمي سید علي خامنه ايي نن د رهبرۍ د خبره ګانو شورا له استازو سره په لیدنه کې دایران سیمې او نړۍ له اوسنیو شرایطو د یوه جامع تحلیل په وړاندې کولو او د نړۍ د نوي نظم د را منځته کیدا د نښو نښانو په بیان سره د نړۍ د اوسني نظام او د لودیځ د تسلط د فکري او عملي پایو د متزلزل کیدا علتونه بیان کړل.
د اسلامي انقلاب لارښود وویل په دې حساس پړاو کې تر ټولو مهمه دنده د نوي نړیوال نظم په پروسه کې د فعال او اغیزمن رول لوبولو په موخه د ایران د ځواک او اقتدار زیاتول دي چې د اقتدار دا زیاتول په دریو اصلي پایو علم او ټیکنالوژۍ اقتصاد او فرهنګ ولاړې دي .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود په تیرو اویا کلونو کې د نړۍ د نظم په اړه دو پایو فکري او ارزښتمنتوب او سیاسي او فوځي بنسټ ته په اشارې سره زیاته کړه د سیمې او نړۍ وروستي تحولات ښيي چې د لودیځ دا دواړه پاېې له تزلزل او چلینجونو سره مخ شوي دي .
هغوی زیاته کړه لودیځووالو په تیرو اوږدو کلونو کې دآزادۍ ،دیموکراسۍ ،د بشر حقوق او له انسانانو د دفاع په څير د جذابو او غلوونکو شعارونو په وړاندې کولو سره هڅه وکړه چې د نړۍ په بیلابیلو سیمو او ادیانو په تیره اسلامي نظام د خپل نظام لوړوالی او برتري په ډاګه کړي او په دې برخه کې که ملتونو او دولتونو د هغوي په وړاندې مقاومت کاوه او دریدل پر هغوی سیاسي او فوځي فشارونه راوړل کیدل
آيت الله خامنه ايي د امریکا له خوا له اتومي بم استفادې او د دوه لکه کسانو وژل کیدا ته په اشارې سره د ګوانتانامو ابو غریب او په اروپا او نوره نړۍ کې د دې هیواد لسګونو نور پټ زندانونه د لودیځ والو له غولوونکو شعارونو سره د هغوی د عمل د تعارض بیلګه وبلله او زیاته ېې کړه له روز، تحریم،بندیز ، د القاعدې او داعش په څير د ترهګرو ډلو د را منځته کولو او په هیوادونو د فوځي حملو په څير اقدامات د لودیځ د نظام د فکري او ارزښتمنتوب د بنسټ د تزلزل عوامل دي .
هغوی د لودیځ د اقتدار د تزلزل تر ټولو مهم لامل په ایران کې په اسلامي تفکر د یوه انقلابي حرکت را منځته کیدل وبلل او په ډاګه ېې کړه چې دا نظام د لودیځ د بیلابیلو سیاسي فوځي امنیتي او اقتصادي حملو په مقابل کې نه یواځې له منځه نه دی تللی بلکې تر پخوا ځواکمن شوی هم دی.
حضرت آيت الله خامنه ايي د سیمې بدلونونه لکه د لبنان ۳۳ ورځنۍ جګړه او د غزې آته ورځنۍ ۲۲ ورځنۍ او اوسنۍ پنځوس ورځنۍ جګړې د لودیځ د نظام د سیاسي او فوځي پایو په تزلزل کې اغیزمن مسایل وبلل او ټينګار ېې وکړ د غزې وروستۍ جګړه یوه معجزه ډوله بیلګه ده.
هغوی زیاته کړه په یوه محدوده او وړه سیمه کې د خلکو دریدا او استقامت د دې لامل شو چې صهیونیستي رژیم چې په سیمه کې د لودیځ د ځواک سمبول دي په ګونډو شي او د غزې خلک د اوربند د منلو لپاره د دې رژيم له فشار او اصرار سره په څنګ کې هغه د خپلو شرایطو تر پوره کیدا پورې ونه مني .
حضرت ايت الله خامنه ايي د سیمې او نړۍ له واقعیتونو سم درک او له غلطو او سر چپه تحلیلونو ډه ډه کول په دې حساس پړاو کې د ټولو دنده وبلله او څرګنده ېې کړه چې د لودیځ فوځي اقتصادي سیاسي فشارونو، زور او بندیزونو ته تسلیمیدل یو غلط او خطرناک تحلیل دی چې نه باید په دې برخه کې تیروتنه وشي.
هغوی د ایران د پياوړتیا لازمه له ټولو داخلي او بهرنیو ظریفیتونو ګټه اخیستل وبلل او زیاته ېې کړه په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوري نظام پلویان زموږ د ستراتیژۍ عمق دی او له دې سره په څنګ کې په لاتین امریکا او د آسیا په مهمو برخو کې ستراتژيک عمق او ژور والۍ لرو چې باید له هغو په سم ډول استفاده وشي،.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود پوهه او تینکنالوژي ،اقتصاد او کلتور یا فرهنګ د هیواد د اقتدار او ځواک لوړولو په موخه دری کلیدي عناصر وبلل او په تیر یوه کال کې ېې د دولت بریالیتوبونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د ایران له دولت او اجرايي دستګاه ملاتړ زموږ ټولو دنده ده .
Add new comment