ماشومانو ته د سر پرېکولو ښودنه
داعش ترهګر ډلې خپل غړو لپاره ماشومانو ته د سر پرېکولو ښودنه لپاره انځورونه خپور کړي
داعش ډله سره مربوط ويب پاڼو او نورو انترنتی، د يو لبنانی ماشوم انځورونه خپور کړي چې د فلم کیسه نه په تقلید سره د سر پرېکولو ښودنه ورته ښودلي شوي په دې فلم کښې د امریکې د خبرنګار "جیمز فولی" ګوډاګي نه سر جلا کول ښودلې شوي.
دا فلم دي پيغام سره خپور شوي: ماشومانو ته د سر پرېکولو زدکړه وکړي، چې تاسې سره مرسته وکړي، ځکه چې سبا له به ډېر سرونه پرېکړې کېږې.
په يو انځور کښې د داعش يو نقاب کړي ماشوم ګوډاګي سره د داعش د بیرغ سره ولاړ دي، او په بل انځور کښې د هم هغه ګوډاګی نه سره جلا شوي او پر ځمکه پروت دي.
الحیات ورځ پاڼه چې د لندن نه خپرېږې لیکلی: د ګوډاګی جامې نارنجی دي چې هم دا رنګ جامې د امریکه خبرنګار جیمز فولی هغه وخت چې د داعش ترهګر سر ترې پرېکولو اغوستلې وي.
دې ترهګر ډلې د ماشومانو روزنې لپاره روزنتون جوړ کړي دي.
د شام بشري حقوقو اداره اعلان کړي چې داعش د عراق، شام او نورو عربی هیوادونو نه په زرګو ماشومان خپل خدمت لپاره راټول کړي.
دې اداره ټینګار کړي چې دا ماشومان ۱۲ نه تر ۱۶ کالو عمر لري چې د نینوا ولایت سره نږدې روزنتون کښې د اسلحه روزنه ورکړی کېږې.
Add new comment