د داعش له خوا د امریکايي خبریال د سر غوڅولو ویډیو واقعي وګڼل شوه

د رویټرز د راپور له مخې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند کتلین هیدن نن وویل د دوی اطلاعات ښيي چې په سوریه کې د داعش له خوا د دوهم امریکايي د سر غوڅولو ویډیو حقیقي ده او په ریښتیا هم دوهم امریکایی اسټيون ستلاف وژل شوی دی.
داعش تر دې وړاندې یو بل امریکایی هم په سوریه کې وژلی ؤ او د دې امریکايي برتانوي وژونکي ګواښ کړی ؤ چې ډير زر به دوهم امریکایی هم ووژني
 د دې ویډیو د حقانیت له ثابتیدا وروسته د امریکا د بهرنیو چارو زویر جان کیري وویل د امریکایانو وژونکي باید پوه شي چې موږ به حتماً دوی ته سزا ورکړو .

Add new comment