د پاکستان د سیاسي کړکیچ انجام به څه وي؟
له یوې خوا اعتراض کوونکي په ځانګړې توګه عمران خان پر خپل دریځ چې د نوازشریف استعفا ده ټینګ ولاړ دی او وايي چې تر څو نوازشریف استعفا ورنکړي، پرلتۍ به ختمه نکړي.
هغه وویل یابه بریالی کېږي او یابه مري او نوازشریف یې د یوه فاسد واکمن په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې نن ټول مفسدین زما پرضد له نوازشریف سره یوځای شوي دي.
له بلې خوا د پاکستان ملي پارلمان او مشرانو جرګې هم پرون په ګډه غونډه کې په اتفاق سره د نوازشریف له حکومته خپل ملاتړ او ددولت پرضد د هرډول غیرقانوني اقدام سره مخالفت اعلان کړ.
په دې منځ کې د پیپلز ګوند، جماعت اسلامي په شمول اپوزیسیون ګوندونو د سراج الحق په مشمرۍ یوې کمېټې دشاه محمود قریشي په مشرۍ د مرکزي کمېټې سره خبرې وکړې او دې کمېټې ته یې ډاډ ورکړ چې د حکومت له خوا ندی راغلی، بلکې د ټولو ګوندونو او د پاکستان د خلکو له خوا راغلی دی تر څو د انصاف غورځنګ ته ضمانت ورکړي چې د درغلۍ په اړه په شفافه او رڼه توګه تحقیقات کېږي، چې شاه محمود قریشي هم په دې اړه وویل چې د خبرو اترو بل پړاو نن له غرمې وروسته ۴ بجې ترسره کېږي.
یعنې په غیر مستقیم ډول د خبرو اترو لپاره بیا ور پرانستل شوی دی چې د لومړي وزارت او پارلمان پر لوري د اعتراض کوونکو د اتوار په شپه په یرغل سره بند شوی و.
د خبرو اترو د دروازې تړلو په اړه هم داسې اټکلونه شته چې ولې طاهرالقادري او شیخ رشید، عمران خان پر لومړي وزارت برید ته هڅولی و او همدا کار له پرلتۍ څخه او بلاخره د تحریک انصاف له ګونده د جاوید هاشمي د وتلو لامل شو، چې جاوید هاشمي د ملي پارلمان ددوشنبې ورځې په غونډه کې اعتراف وکړ چې عمران خان ویل، چې د پوځ له مرستې پرته کار پرمخ نشي وړلای.
ویل کېږي چې د پاکستان د سیاسي کړکیچ له لومړۍ ورځې څخه، عمران خان او طاهرالقادري په دې لټه کې وو چې حکومت د پرلتۍ وهوونکو پرضد تاوتریخوالي ته اړ کړي تر څو د پوځ مداخلې ته زمینه برابره شي.
همدا کار ددې لامل شو چې له یوې خوا په اسلام آباد کې د پرلتۍ هوونکو شمېر، په ځانګړې توګه د تحریک انصاف ګوند د پرلتۍ وهوونکو شمېر کم شي.
په ټول هېواد کې له خپلو پلویانو څخه د طاهرالقادري او عمران خان له پرلپسې غوښتنو سره سره چې غوښتي یې وو، اسلام آباد ته راشي او یوځل بیا دې په ښار کې په لاریونونو او پرلتیو لاس پورې کړي، ددې بلنې هرکلی ونشو او له بلې خوا د تحریک انصاف ګوند په داخل کې هم درځ رامنځ ته شو.
د تحریک انصاف ګوند پر پخواني مشر،جاوید هاشمي سربېره چې له دې ګونده ووت، په ملي پارلمان کې هم د تحریک انصاف ګوند درې استازي هم د استعفا کولو په اړه د عمران خان له امره د ډډې کولو په وجه له دې ګونده و ایستل شول.
همدارنګه د تحریک انصاف ګوند صوبايي ویاند، زاهد مهمند هم پر عمران خان د سختې نیوکې سربېره ویلي چې تحریک انصاف ګوند نور د چودري شجاعت حسین، چودري پروزیزالهی او شیخ رشید په شان شخصیتونو له خوا مصادره شوی دی او داسې ښکاري چې په تحریک انصاف ګوند کې ددنه یو ژور درځ د رامنځ ته کېدو په حال کې دی او ښايي دغه ګوند ټوټې شي.
په هر حال، باید ولیدل شي چې څه کېږي او هغوی چې د پاکستان د سیاسي کړکیچ تر شا دي، اوس له دې اشواکونو سره چې په اړه یې شوې، آیا شاتګ کوي کنه او یا دا چې غواړي خپلې اصلي موخې ته ورسېږي او یا هم ښايي له حکومت سره معامله وکړي.
Add new comment