بشار الاسد وايي ایران په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې اصلي رول لوبوي
د سورېې ولس مشر بشار الاسد نن د ایران او سورېې د ګډ اقتصادي پلاوي له مشر رستم قاسي سره په لیدنه کې په سوریه کې د ترهګرو ماتې ته په اشارې سره وویل په دې هیواد کې د ترهګرو ماته سورېې د دوستو هیوادونو او د هغوی په سر کې ایران په مرسته حتمي ده.
نوموړي د سورېې له دولت د رهبرۍ د معظم مقام دولت او ملت له ملاتړونو په قدرونې سره وویل دمشق د دې هیواد په بیا جوړونه کې د اسلامي ایران له تجربو ګتې اخیستنې ته چمتو دی.
هغه همدااراز د سورېې د بیخ بنايي پروژو په بیاجوړونه کې له ایراني شرکتونو هرکلی وکړ .
رستم قاسي هم د ترهګرۍ په وړاندې د سورېې له دریدا په قدرونې سره وویل تهران چمتو دی د انجینرۍ او بیا جوړونې په برخه کې خپلې تجربې دمشق ته انتقال کړي .
Add new comment